جرمني د ایران پرضد د اروپایي ټولني تعزیرات غواړي
۱۴۰۱ مهر ۱۲, سهشنبه![Proteste im Iran](https://static.dw.com/image/63230645_800.webp)
اعلان
په خبره یې هغه کسان، چي د ځواني ایرانۍ، مهسا امیني د وژلو او احتجاجونو د په زوره ټکولو او سرکوبه کولو مسؤلیت پرغاړه لري، باید عواقب یې هم وویني.
د المانۍ «شپیګل» مجلې په حواله په دغو کسانو او سازمانونو کي تر ټولو دمخه د «ایران د سرکوبه کونکي دستګاه نمایندګان» شامل دي. خو سیاستمداران هم په دغه لست کي موجود دي.
په پلان کي دي، چي د اروپا د اتحادیې خارجه وزیران به د اکتوبر پر ۱۷ مه د خپلي یوې لیدني کتني پر مهال ددغو تعزیراتو په هکله تصمیم ونیسي.