1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د بېکمن یوه تابلو په ۲۰ ميلیونه یورو خرڅه سوه

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

د آلماني رسام، ماکس بېکمن «تخیلي ژیړ- ګلابي تصویر» تابلو په برلین کي په ۲۰ ميلیونه یورو باندي خرڅه سوه.

Auktion Selbstbildnis von Max Beckmann
انځور: Britta Pedersen/dpa/picture alliance

دا تر اوسه پوري په جرمني کي د یوه خرڅ سوي هنري اثر تر ټولو لوړ قیمت دی.

د لیلام خانې د معلوماتو پراساس دغه هنري اثر په سویس کي د هنري اثارو د یوې مجموعي د خوا لیلام ته وړاندي سوی وو.

بېکمن دغه اثر د دوهم جهاني جنګ په جریان کي د خپل تبعید پر وخت په امستردام کي رسم کړی ؤ، چي د نازیانو له خوا تر قدرت اخیستو وروسته د جرمني څخه ورمهاجر سوی ؤ. خو په تابلو کي پخپله د جنګ مستقیم اثار او د هغه وخت حالات نه مشاهده کیږي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب