جرمني د خپلو ټولو اتباعو څخه غوښتي دي ، چي ژر ترژره د چاد څخه ووزي
۱۳۸۶ بهمن ۱۶, سهشنبهاعلان
د ياغيانو يوه وياند عبد آ لرحمن کولام الله د يوې فرانسوۍ راډيو سره په مرکه کي وويل چي اوس بايد يو ملي ډيالوګ رامنځته سي ، تر څو يو ديموکراتيک حکومت جوړسي . اوربند ته تياری د ليبيا او بورکينا فاسو د هيوادو د غوښتني پراساس رامنځته کيږي . ترهغه وروسته چي ياغيان د پايتخت ناجا مينا څخه يو څه پرشا سول ، دغه وياند اضافه کړه چي د تسليمۍ خبره نده مطرح . ياغيان پر فرانسه باندي تور لګوي چي دخپلو هوايي حملو په واسطه سره يي د پايتخت ناجا مينا په جنګونو کي مداخله کړيده . په دغو حملو کښي ډيرملکي خلګ وژل سوي دي . ددې دمخه د ملګرو ملتو د امنيت شورا د ياغيانو پوځي عمليات سخت غندلي وه .
جرمني هم په چاد کي د خپلو ټولو اتباعو څخه غوښتي دي ، چي ژر ترژره د چاد څخه ووزي .