1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د زراعتي محصولاتو د تولید مصارف بیرته لوړ سوي

۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبه

د زراعتي محصولاتو د تولید د مصارفو تدریجي لوړیدل امکان لري په جرمني کي د غذايي موادو د نور ګرانیدو سبب هم وګرزي.

Verbraucherpreise in Spanien
انځور: María José López/EUROPA PRESS/dpa/picture alliance

لکه څنګه چي په ویسباډن کي د جرمني د احصايې مرکزي ادارې پرون جمعه (د اکتوبر ۱۳ مه) خبر ورکړ، د زراعتي محصولاتو د تولید مصارف په تیر اګست میاشت کي د تیرکال عین میاشتي په مقایسه په متوسط ډول ۳۴،۵ فیصده لوړ سوي دي. په جولای مياشت کي ۳۳،۴ او په می میاشت کي نور هم لوړ، یعني ۳۵،۶ فیصده لوړ سوي ول. 
دغذايي موادو ګرانیدل د انرژۍ د بیو د لوړیدو تر څنګ په جرمني کي د انفلاسیون تر ټولو لویه محرکه قوه ده: قیمتونه په همدا تیري سپټمبر مياشت کي د پروسږکال په نسبت ۱۸،۷ فیصده لوړ سول، چي دا بیا په خپل نوبت سره د انفلاسیون درجه ۱۰ فیصدو ته ورلوړه کړه او په دې ډول سره د ۱۹۵۰م کال له شروع راهیسي تر لوړ انفلاسیون. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل