د راین ویستفالن ایالت پولیسو ویلي دي، چي دغه پراخ عملیات په بوخوم، دورتموند، اېسن، اوپرتال، ګلزنکیرشن، دویسبورګ، هېرنه، ویټن او مېټمن کي تر سره سول او تر ټولو دمخه یې تمرکز غیرقانوني قمارخانو ته متوجه ؤ، خو قهوه خانې، چای خانې، قیلون خانې او کلتوري مرکزونه هم وپلټل سول.
پولیسو وروسته وویل، چي دوی مجموعأ ۲۱ د قمار هغه ماشینان ضبط کړي، چي د چارواکو سره ثبت سوي نه وه. چارواکو همدارنګه تر ۳۴۰۰۰ اضافه یورو او د قیلون دپاره درې کیلوګرامه تنباکو هم ضبط کړي دي.
د هغوی په خبره پر دې سربیره د عملیاتو په اخره کي د غیر قانوني قمار او مالیاتي تقلب په دلیل د جنايي اعمالو د شک ۱۳ رسمي مورده صادر سوي دي.
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د آلمان د نوردراين ويستفالن ايالت څو مهم ښارونه وپيژنئ
نورد راين ويستفالن ايالت د آلمان په لويديځ کې پروت دی. دوسلدورف يې پلازمينه او بن، کلن او ايسن يې د لويو ښارونو له ډلې څخه دي. دلته يې څو انځورونه او په اړه معلومات کتلای او لوستلای شئ! انځور: DW/M. Saleh دا پل د نورد راين ويستفالن په ايالت په کلن ښار کې دی. دا ۴۰۹،۱۹ متره اوږود پل، د آلمان د اورګاډو د شرکت (دي بې) ملکيت دی، چې په يوه وخت کې ۶ اورګاډي ورباندې په موازي شکل تګ راتک کولای شي. دا د کلن ښار د مشهور او ښايسته پلونو څخه دی.
انځور: DW/M. Saleh د هوا په تياره کيدو او د هوهنڅولرن پله او د کلن کليسا د څراغونو په لګيدو سره ښار ځانګړې ښکلا خپله کوي. د پله دوو اړخو کې پراخ پياده روونه جوړ دي چې تر ډيره سيلانيان ورباندې د سيند يوې او بلې غاړې ته تګ راتګ کوي.
انځور: DW/M. Saleh په آلمان کې دود دی چې مينان د پلونو په پنجرو کې په خپلو نومونو کلوپونه بندوي. د هوهن څولرن د ۴۲۰ متره اوږود پله د دواړو غاړو پنجرو کې په لسونو زره قلفونه بند دي. په ډيرو برخو کې يې حتی د يوه قلف بندولو ځای هم په سختۍ پيدا کيږي.
انځور: DW/M. Saleh د سر چپه انګلیسي «ايل» توري په شکل د کران هاوس دغه ساختمانونه هم د کلن ښار له مشهور ساختمانونو څخه ګڼل کيږي. د کران هاوس ۱۷ پوړيز ساختمانونه د راين سيند په سويلي غاړه کې رغول شوي دي.
انځور: DW/M. Saleh کلن ښار کې د راين سيند پر غاړې د تفريح او چکر له پاره تر ټولو ښه وخت مازديګر دی. تر هغې وروسته د ماښام تياره کيدل يې هم زړه راښکونکی دی.
انځور: DW/M. Saleh د مازديګر و ماښام په نژدې کيدو سره د سيند دواړه غاړې له ښکلې او د سيل له پاره په کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياتیږي.
انځور: DW/M. Saleh د کلن ماسخوتن او د «کولن تراينګل» برج د «کولن تراينګل» يا د کولن مثلث ۱۰۳ متره لوړ برج هم د کولن ښار له مهمو ځایونو څخه دی. که تاسو غواړئ د کولن ټول ښار له پاسه وګورئ نو دغه برج ته پورته کيدل مه هیروئ. ټکټ يې د ۵ يورو په شاوخوا کې دی. انځور د هوهنڅولرن پله له پياده رو څخه اخيستل شوی دی.
انځور: DW/M. Saleh که تاسو د کولن تراينګل برج سر ته پورته کيږئ نو د کلن ښار او شاوخوا سيمې يې په دغه ډول ليدلی شۍ.
انځور: DW/M. Saleh دا انځور هم د کولن تراينګل برج له سره اخيستل شوی چې په کې د هوهن څولرن پل، د کلن دووم (کليسا)، د کلن د تلويزيون برج او ځينې نورې مهمې برخې ترسترګو کيږي.
انځور: DW/M. Saleh د نورد راين ويستفالن ايالت په پلازمينه دوسلدورف ښار کي دغه د ژمي په موسم کي اخيستل شوی يو انځور دی. تر سترګو کېدونکی کوچنی سيند د ښار په منځ کې بهيري. شاوخوا ونې يې د شپې پر وخت له څراغونو ډکې وي. په ځانګړې توګه د نوي کال او کريسميس جشن په شپو کې يې ښکلا ډيره وي.
انځور: DW/M. Saleh د دوسلدورف نړيوال هوايي ډګر دغه هوايي ډګر د درې ترمينلونو په لرلو په حاضر وخت کې د کال ۲۲ ميليون مسافرو ريکارډ لري. هغه رد شوي افغان مهاجر چې د نورد راين ويستفالن ايالت څخه بيرته افغانستان ته اخراجيږي بعضي يې له همدې هوايي ډګر څخه استول کيږي. دغه انځور هم د افغانانو د اخراج په ورځ اخیستل شوی چې په وروستۍ برخه کې افغان مظاهره کوونکي هم ترسترګو کیږي.
انځور: DW/M. Saleh دوسلدورف ښار يوه بله سيمه د دوسلدورف ښار يوه بله سيمه
انځور: DW/M. Saleh عصري انجنيري په دوسلدورف کي د زړو ښاختمانونو تر څنګ په عصري ډيزاينونو نوې جوړې شوې ودانۍ هم ډيرې رغول شوي دي.
انځور: DW/M. Saleh پست ټاور د نوردراین ویستفالن په بن ښار کې دی. ۴۱ پوړونو په لرلو ۱۶۲ اعشاريه ۵ متره لوړ دی. مالک يې د آلمان د پست اداره ده. ترڅنګ يې د دويچه ويله د دفتر سپين رنګ لرونکی اوږد ساختمان هم ترسترګو کيږي.
انځور: DW/M. Saleh د نورد راين ويستفالن ايالت يو بل مهم ښار «ايسن» دی. په دغه انځور کې تاسو د دغه ښار د ځمکې لاندې د اورګاډو د ميترو يوه برخه وينئ. ايسن يو د هغو ښارونو څخه دی چې ډیر افغان مهاجر په کې ميشت دي.
انځور: DW/M. Saleh د نوي کال او کريسميس جشن په شپو کې د ايسن ښار د يوې برخې انځور.
انځور: DW/M. Saleh ويزل د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت له وړو ښارونو څخه دی چې هالند ته نژدې پروت دی. د راين سيند له ويزل ښار له اړخه هم تير شوی دی. [ترتيب کوونکی او انځورګر: محمد کريم صالح]
انځور: DW/M. Saleh