جرمني: د کریسمس بازار څخه غلو درې وري غلا کړي
۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبهدرې وري او دوه پسونه، چي د وریانو مور او پلار وه، د غرفې چلونکي د پنجشنبه (د ډسمبر میاشتي ۱۹ مه) په ماښام مارکیټ ته راوړي وه . هلته یې ورته یو مخصوص ځای جوړ کړی او جالۍ ورباندي راگرزولې وه. خو کله چي دئ په دغه سبا د وریانو د مور او پلار(پسونه) نابلده نارو ته متوجه سو، ویې لیدل، چي وریان یې غلا سوي دي.
پولیس گومان کوي، چي غله به د جالۍ څخه وراوښتي او وري به یې غلا کړي وي. که څه هم د وریانو ارزښت دومره نه ؤ او ۳۰۰ یورو اټکل سوی دی، خو خاوند یې ځکه ډیر په خوابدی دی، چي غوښتل یې د هغو په وسیله باندي خلگ راجذب او ډیره سودا یې وسي.
د ورځې انځورونه: د قربانۍ له پاره په زرونو پسونه
په دغه انځوريز رپوټ کې د نړۍ له مختلفو سيمو څخه په زړه پورې، خارق العاده او د ښکلو او حتی د بدو پديدو انځورنه ليدلی او په اړه يې لنډ معلومات لوستلی شئ! په انځورونو کې انسانان او حيوانات تل خپل ځانګړی ځای لري.
د قربانۍ اختر له پاره په زرونو پسونه
دغه انځور په سوماليا کې د څارويو د خرڅلاو يو بازار ښيي. لوی اختر ته له رسيدو څخه دمخه دغه بازار ته په زرونو پسونه د قربانۍ له پاره فروش ته راوستل شوي دي.
يو ماشوم د مظاهره چيانو په منځ کې
آيا ماشومان دې په مظاهرو کې ګډون وکړي؟ دغه ماشوم په دغه شکل سره د هانګانک په مظاهرو کې راڅرګند شوی تر څو په کې د ټولنيزو رسنيو له پاره انځورونه واخلي. په هانکانګ کې خلک له تيرو څو اوونيو راهيسې د حکومت د سياست پر ضد مظاهرې کوي. د ماشوم انځور د اسوشتيد پريس انځورګر وينست تيان اخيستی دی.
په ايران په يوه ځنګله کې اورلګيدنه
ايراني چارواکو د جمعې په ورځ په حفاظت شوې سيمې دنا په ځنګله کې د اورلګيدنې څخه خبر ورکړ. چارواکي وايي اور د پنجشنبې په ورځ لګيدلی چې په سيمه کې باد شتون د دې سبب ګرځيدلی چې د اور لمن پراخه او د مخنيوي چارې يې له خنډ سره مخ کړي.
په قزاقستان کې نړيوالې پوځي سيالۍ
د نړۍ لس کوربه هيوادونه د نړيوالو پوځي سیاليو له پاره لس کوربه توب کوي چې مشري يې روسيه کوي. په دغو سياليو کې په زرونو سرتيرو ګډون کړی چې په مختلفو سياليو کې له آسونو نه نيولې تر زغروال ټانګونو پورې په کې کارول کيږي. قزاقستان هم له کوربه هيوادونو څخه يو دی.
د روسيې په تايګا کې يو سنتي حمام
اوس هم په روسيه کې ځينې پخواني دودونه لمانځل کيږي، له هغو څخه يو هم په آزاده فضا کې د دغه ډول حمامونو دود دی. په انځور کې په روسيه کې ميشتې د يو ليتوانيايي اقليت پورې اړوند څو ښځې ليدل کيږي. دغه سیمې ته د «کوچنۍ لتوانيا تايګا» نوم هم اخلي.
الوتونکی راهب
"شائولین کونګفو" د چین د مشهور رزمي ورزشونو څخه ګنل کيږي. په دغه ورزش کې ډير سخت او چټک تمرينات ترسره کيږي. په انځور کې د بودا مذهب يو شمير راهبان د شائولین ورزش پر تمريناتو ليدل کيږي. دوي په دغو تمريناتو کې هغه حرکات ترسره کوي چې څنګه وشي کړی د ځمکې پر جاذبې باندې غلبه حاصل کړي.
د ۱۱۳ کاله مخکې شعارونه لا هم الهام ورکونکي دي
ايرانيان هغه شعارونه اوس هم د خپلو مظاهرو پر مهال کاروي کوم چې ۱۱۳ کاله مخکې د تاريخي پاڅون، د مشروطه فرمان تر اعلانيدو وروسته کارول کيدل. ملي حاکميت، دموکراسي او د قانون حکومت. مشروطه فرمان د ۱۲۸۵ کال د زمري مياشتې په ۱۴مه صادر شو. په پورتني انځور کې د ايران د ملي شورا د لومړنۍ دورې منتخب استاځي ليدل کيږي.
الوتونکی فرانسوی
د ۲۰۱۹م کال اګست ۴مه، هوا ته د پورته کيدو په برخه کې د يوې تاريخي ورځې په توګه ثبت کيږي. فرانسوي ورزشکار او مخترع نوجوی پر دې بریالی شو چې داسې يو ماشين جوړ کړي چې د هغې پر تخته ولاړ کس په هوا کې والوځي. نوجوي وتوانيد پر دغه ماشين، د مانش کانل پر سر پرواز وکړي او د بريتانيا په دوور ساحلي ښار کې ښکته شي.
تر يو لوړ خيز وروسته لويدل
د آس ځغلونې په سياليو کې ځينې وخت ډيرې خطرناکې پيښې رامنځ ته کيږي. ځينې وخت د ورزشکار د مړينې سبب هم واقع کيږي. په دغه انځور کې يوه ډيره خطرناکه صحنه ليدل کيږي. د آس ځغلونې دغه سيالۍ د اګست مياشتې په دريمه د امريکا قارې په ليما، پرو کې په لاره واچول شوې.
«د ميترو رئيس»
دغه سړی پتر ويرت نوميږي. دا يو مشهور ستوری او د فرانکفورت ښار د ېوې مشهورې ميترو کې ميترو چلونکی دی. دی کله کله د سفر پر مهال خپل سپورتي جالب حرکات ترسره کوي. پيتر ويرت په خلکو کې د ميترو رئيس په لقب مشهور دی. ځينې وخت يې مينه وال ورڅخه د سيلفي عکسونو اخيستلو غوښتنه کوي. ۶۰ کلن پيتر ويرت له مساپرو سره په خوش اخلاقۍ کې هم شهرت لري.
ايران
په ايران کې تيرکال ۳ زره او ۷۴۵ تنه موټر چلونکو په ترافيکو پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د تلفاتو تر ټولو ډيرې پيښې په پلازمينه تهران کې رامنځ ته شوي دي. د ترافيکي پيښو د ډيريدو يو لامل د موټرسيکل چلونکو له خوا بي احتياطي ښودل شوې ده.
ورښتونه او ګرمي
حاضر وخت په ختيځه آسیا کې د تيزو بارانو فصل دی. سږکال دغو بارانونو او په سيندونو کې د اوبو د ډيريدو له امله په زرونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په عین وخت کې د تودوښې درجه هم په اسيايي هيوادونو کې لوړه شوې ده. په انځور کې يو هندی ځوان لیدل کېږي چې په ګرمه هوا کې له لامبا خوند اخلي.
بیل سره د اوبو په منځ کې
په شمال لويديځ هند کې د تيزو ورښتونو له امله د سيندونو اوبه پورته شوی دي. په ځينو سيمو کې بندونه ويجاړ شوي او کرهڼيزې ځمکې تر اوبو لاندې شوي دي. ډير وخت به ونیسي تر څو دلته وضعيت عادي حالت ته بيرته راوګرځي او خلک آرام ژوند وکړي.
اروپايانو هم تودې ورځې تيرې کړې
روپايانو تيره اوونۍ سختې تودې ورځې تيرې کړي. د ګرمې هوا له امله په سیندونو او د لامبا په حوضونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه. په انځور کې د دنمارک پلازمينه کوپنهاګن ښار اړوند يو ساحل کې ځوانان او د پاخه عمر کسان د لامبا په حال کې ليدل کيږي.
هندوستان - ګل پلورونکی هلک
په هندوستان کې په دغو ورځو کې د شيوا مذهبي جشن ترسره کيږي. په دغه جشن کې خلک په ګنګا سيند کې ځانونه مينځي او بیا د شيوا پښو ته رنګين ګلونه اږدي. په دغه انځور کې يو هندي هلک لیدل کېږي چې په الله آباد ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ګلان پلوري.
تر ټولو ښه بالون کوم دی؟
د چين د ګانسو ايالت په ژانګيه سيمه کې هر کال د جولای مياشتې په ۱۹مه د هوايي بالونونو جشن ترسره کیږي. په سږني جشن کې هم ډيرو بالنونو پروازونه وکړل. تر ټولو ښه بالون هغه دی چې تر ټولو غټ وي تر څو له ډيرې لرې فاصلې ښکاره شي.
د ترامپ ضد کاتوليکان
په واشنګتن کې کاتولیکانو د ترمپ د مهاجرت سیاست پر ضد بسيج او عمومي اعتراضونه يې ترسره کړل. هغوی د امريکا د ګانګرس مخې په ګډون د واشنګتن مهمو برخو کې سره راټول شول او مهاجرو سره د انساني چلند غوښتونکي شول. په دغو اعتراضونو کې د يوې ۹۰ کلنې راهبې (انځور) په ګډون لږ تر لږه ۷۰ مظاهره کونکي ونيول شول.
جيمز او هديسون
د دوی د زيږيدو اوس څلور اوونۍ تيرې شوي دي. د دوی د لومړنيو ورځو د اوسیدو ځای د آلمان د هنوفر ښار په ژوبڼ کې وو، اوس دوی د دې اجازه ترلاسه کړې چې له دغه ژوبڼ څخه ووځي. د دغو ژوو غږ اييږ يا خرس ته ورته ده، ځکه خو په آلمانۍ ژبه کې ورته «سمندري اېېږ» وايي.