جرمني: د کندوز په پېښه کي ډګروال کلاين ملامت نه دی
۱۳۸۹ اردیبهشت ۱, چهارشنبهد آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څوګوتبرګ د لوي څاررنوال له دغه تصميم څخه هرکلی وکړ:«ډيره د خوښۍ ورځ ده، نه يواځي د پيښي اړوند پوځيانو لپاره، بلکي په عمومي توګه زموږ د ښځينه او نارينه سرتيرو لپاره، ځکه باالاخره قانوني مصونيت لاس ته راغی او هم د هغه نظر پخلي وسو، چي ما په ښکاره توګه په تيرو مياشتو کي د هغه پلوي کوله.»
د آلمان لويي څارنوالي روښانه کړه چي د هغي له نظر په افغانستان کي د نړيوال جزايي قانون له مخي يوه «غيري نړيواله وسلواله شخړه» روانه ده. په داسي وسلوالو شخړو کي پوځ اجازه لري په ځينو اقداماتو لاس پوري کړي،چي معمولا د سولي په شرايطو کي منع دي.
د داسي وضعيت په پام کي نيولو سره د آلمان د لوی څارنوالي نظر دا دی، چي په دي پيښه کي تر لاس لاندي نيول سوي اقدام د «جزاء وړګرځيدو» احتمال ډير کمزوره دی.
هغي څارنوالي څرګنده کړه، چي مسوول پوځيان د يوي يقيني پلټني څخه وروسته دي نتيجې ته رسيدلي دي، چي د پيښي په ځای کي يواځي او يواځي ياغيان وجود لري.
د آلمان لوي څارنوالي داهم وويل، چي د بمبارۍ امر په جګړه کي د منع متدونو شرطونه نه پوره کوي. معني دا چي د بمباري نوموړي امر جزايي تعقيب نه لري. د لوی څارنوالۍ له فيصلې سره د آلمان د دفاع وزير څوګوتبرګ ځان په خپلو يادونو کي پر حق ګني.
هغه وويل چي لوي څارنوالي د افغانستان په اړه هغه نظر روښانه کړ چي د آلمان حکومت لا مخکي څرګند کړي ؤ يعني په افغانستان کي يو« غير نړيواله وسلواله شخړه ده».
د آلمان لوي څارنوالي د لومړي ځل لپاره د خپل هيواد د پوځيانو پر ضد په دې هکله تحقيقات په لاره واچول، چي آيا د نړيوال جزايي قانون پر خلاف يي عمل کړی دی که نه.
تير کال د سپټمبر په مياشت کي په کندوز کي د آلماني ډګروال ګيورګ کلاين په امر هوايي بمباري، چي په نتيجه کي يې په غالب ګمان يو ګڼ شمېر ولسي وګړي ووژل سول، د آلمان په ټولنه کي سخت غبرګونونه راوپارول.
د آلمان يوه پارلماني جرګه ګۍ له مياشتو را په دي خوا د دغي تباهي کونکي پوځي عمل په هکله پلټنه کوي. د دې پلټني مهمه موضوع دا ده چي پيدا کړي آيا حکومت د نوموړي بمباري په هکله رښتيا ويلي دي که نه او که ډير حقايق ځان سره پټ ساتلي دي.
په همدي اوني کي د دفاع وزير څوګوتبرګ هغي جرګه ګي ته د شهادت ورکولو لپاره غوښتل سوی دی.
د بمباري امر ورکونکي ډګروال کلاين د حملې څخه را په دې خوا د نيوکوتر حملو لاندي نيول سوي دي. د ناټو د پلټني په يو رپوټ کي پر نوموړي باندي تور لګول سوی چي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلو د مخ نيوي لپاره د عملياتو مختلف مقررات يي مراعات کړي نه دي. نو په دي وجه المانی ډګروال له انظباطي مقرراتو څخه د سرغړوني له تور سره مخامخ دی.
خو د آلمان لوی څارنوالي د هغه پر خلاف د جزايي تعقيب دوسيه وتړله. د دې تصميم لپاره د هغې دليل دا دی، چي په افغانستان کي د نړويالي مرستنديو ځواک آيساف د ماموريت مقررات يوازي د افغانستان په دننه کي د تطبيق وړل دي هغه نړيوال مکلفيت او پابندي نه لري.
خو د کندوز د پيښي د قربانيانو وکيلانو اعلان کړی، چي هغوي به د آلمان د لوي څارنوالي د دي تصميم پر خلاف چي دوسيه وتړله، محکمې ته دعوا وړاندي کړي.
Gräßler, Bernd/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل