1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني : د یوې افغاني نجلۍ مړی موندل سوی

۱۴۰۳ خرداد ۳۱, پنجشنبه

په جرمني کی د دوشنبه په ورځ د یوې ۱۵ کلني افغاني نجلۍ مړی موندل سوی و. د هغې پر مور او پلار شک دی چی خپله لور به یې وژلې وي.

Deutschland I Fünf Tote in Wohnhaus in Königs Wusterhausen gefunden
له آرشیف څخهانځور: Patrick Pleul/dpa-Zentralbild/picture alliance

د ۱۵ کلنی نجلۍ مړی د آلمان  د راین لند فالز ایالت د وورمس په ښار کی د راین د رود پر غاړه پیدا سوی دی. د چارشنبه په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جون ۱۹ نېټه) د عدلي طب پلټنو وښودله چې دغه نجلۍ په اوبو کی ډوبه سوې ده. خو دا چې دا هرڅه په دقیقه توگه څرنگه ترسره سوي، په هکله یې تر اوسه هیڅ ډول معلومات نسته. خو یوه خبره روښانه ده چې د پیښې په تړاو د هغې ۳۴ کلنه مور او ۳۹ کلن پلار نیول سوي او د قتل په تور د سه شنبه راهیسي په توقیف کي دي. 

د پولیسو په حواله  داسي گومان کیږي چی تورنو کسانو د خپلي لور د وژنې پریکړه له دې کبله کړې وه چی د هغې د ژوندانه له طرز سره موافق نه وه. د کورنۍ ټول غړي افغاني تابعیت  لري چی په پیرماسینس کی اوسیدل.

لکه څنگه چی پولیسو څرگنده کړې ده، د دغي ځواني نجلۍ مړی د دوشنبه په ورځ د مازدیگر پر شپږو بجو پس له هغه پیدا سو، کله چي یې مور مخکي له غرمې پولیسو ته زنگ وواهه او د خپلی لور د شکمن وژل کیدو په هکله یې خبر ورکړ. ویل کیږي چی پیښه د شنبه په ورځ د راین سيند پر غاړه رامنځته سوې ده.

د پولیسو په حواله د هغې والدین د پیرماسینس په ښار کي په بیلابیلو آدرسونو کی ثبت وه. دغه نجلۍ د خپلی مور سره اوسیدله. ۳۹ کلن پلار یې د آلمان دایمي ویزه درلوده. پر هغه باندي مخکي هم د کورني تاوتریخوالي د او زورزیاتي  تورونه لگول سوي دي.

GP/AA/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل