جرمني: شرکتونه باید زړو کسانو ته کارونه ورکړي
۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه![Deutschland, Berlin | Bundesrat-Sondersitzung zum Bürgergeld](https://static.dw.com/image/63752164_800.webp)
اعلان
هغه نن المانۍ «بیلډ ام زونټاگ» ورځپاڼي ته ویلي دي، دا چي ډیر شرکتونه تر ۶۰ کلونو پورته کسانو ته کارونه نه ورکوي، دا داسي یو چلند دی، چي په هیواد کي د مسلکي کسانو کمبود ته په کتو سره نور یې توان او تحمل موجود نه دی. وزیر اضافه کړه، چي کار ځایونه باید د سن او مسلک سره سم عیار سي، او «یوازي په دې صورت کي اطمینان حاصلیدلای سي، چي کارونه واقعأ د تقاعد تر وخته پوري سم اجرأ کیدلای سي».