ماس د افغانستان په اړه پنځو هیوادونو ته سفرونه پیل کړ
۱۴۰۰ شهریور ۷, یکشنبه![Statement Heiko Maas zu aktuellen Entwicklungen in Afghanistan](https://static.dw.com/image/58880475_800.webp)
ماس به په لومړني ګام کې د یکشنبې په ورځ له ترکيې څخه لیدنه وکړي. ترکيه هغه هیواد چې د کابل د هوايي ډګر د فعاله ساتلو او د مهاجرو د هرکلي په برخه کې ډیر اهمیت لري.
تر ترکيې وروسته خارجه وزیر،هایکو ماس پلان لري د افغانستان درو ګاونډي هیوادونو، ازبکستان، پاکستان ، تاجکستان او همدارنګه قطر ته ولاړ شي. قطر د خليج يو کوچنی هیواد دی خو له کابله يې د خلکو د ايستلو په پروسه کې اغیزناک فعالیت درلودلی دی. همدغه راز د قطر په پلازمينه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر هم شتون لري چې دغې نوې واک ته رسيدلې ډلې له پاره يې د خارجه وزارت په توګه فعاله شوی وو. د طالبانو په دغه دفتر کې آلماني مرکچي، مارکوس پوتزيل یو څو ورځي د کابل څخه د افرادو د راایستلو اړوند موضوعاتو په هکله طالبانو سره خبرې درلودلي دي.
ماس خپل دغه سفر په کابل کې د آلمان پوځ د ایستلو ماموریت تر پای ته رسولو درې ورځې وروسته پيل کړی دی. د آلمان پوځ په دغه ماموریت کې د کابل د هوايي ډګر څخه د نهایت خطرناک وضعیت په جریان کې ۵۳۴۷ کسان راوښکلي دي. دغه افراد لږ تر لږه د ۴۵ هیوادونو اتباع دی. په دوی کې تر ټولو ډيره برخه چې د ۴۰۰۰ په شاوخوا کې ښودل کيږی، افغانان دي.
خو لا هم د بهرنيو دفترونو اړوند او د ۳۰۰ المانيانو په ګډون څه باندې لس زره خارجیان په افغانستان کي پاتي دي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير د پنجشنبې په ورځ وويل: «د افرادو د راایستلو پوځي ماموريت اوس پای ته رسیدلی. خو زموږ کار به ادامه ولري ، ترهغه وخت پورې د کومو کسانو دپاره چي موږ په افغانستان کې د هغوی د خونديتوب مسئولیت په غاړه لرو.»
آ/م.ک.ص./م.ق.ن.