1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني ميلیاردونو یورو پور اخیستلو ته مجبوره دی

۱۴۰۱ دی ۲۲, پنجشنبه

د جرمني مرکزي حکومت مجبوره دی په راتلونکي کال کي د انرژۍ د لوړو مصارفو او کرونا بحران په دلیل د سرمایه ګذارانو څخه تر ۵۰۰ ميلیارده یورو اضافه پور واخلي.

Euro-Banknoten
انځور: Silas Stein/dpa/picture alliance

لکه څنګه چي د پور اخیستلو تنظیمونکي ادارې مسؤل مالي آژانس تیره چهارشنبه خبر ورکړ، چي تر ۵۳۹ ميلیارده یورو اضافه فدرالي بهاداره اوراقو نشرول په پلان کي دي. د مقایسې په ډول: د سږکال تر پایه پوري به بیا د ۴۴۹ ميلیارده یورو اوراق په مالي بازارونو کي منتشر سي. 

اخیستونکې قرضه به د دې له پاره په کار یووړل سي چي د جرمني د بودجې کسر له منځه ولاړ سي. ویل کیږي چي په ۲۰۲۳ م کال کي به هم مصارف تر عایداتو لوړ وي او ځکه به نوري قرضې اخیستلو ته هم ضرورت پیدا سي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل