که يو پناه غوښتونکی لومړي اروپايي هيواد ته داخل سي خو د پناه غوښتنه په دوهم اروپايي هيواد کي وکړي، نو دوهم اروپايي هيواد کولای سي چي د دبلن د تړون پراساس دغه پناه غوښتونکی بېرته هغه لومړي اروپايي هيواد ته ولېږي. پناه غوښتونکی بيا په هغه لومړي اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه کوي او په هماغه هيواد کي يې د پناه غوښتني دوسيه څېړل کيږي.
آلمان ۴۰۰۰ پناه غوښتونکي بېرته منلي
د آلماني رسنيو د يو راپور له مخي آلمان په ۲۰۱۶ کال تر ۱۲۰۰۰ زيات پناه غوښتونکي د دبلن تړون پر اساس نورو اروپايي هيوادونو ته لېږلي دي. د «نويه اوسنابريوکه» ورځپاڼي د پنجشنبې د ورځي (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۱۹مه نېټه) د راپور پر اساس آلمان په ۲۰۱۶ کال ۴۰۰۰ پناه غوښتونکي له نورو اروپايي هيوادونو څخه بيرته منلي دي. يادي ورځپاڼي د خپل راپور منبع د آلمان د کورنيو چارو وزارت د راپور شمېرې بللې ده.
د راپور له مخي آلمان په ۲۰۱۶م کال تر ټولو زيات پناه غوښتونکي له سوېډن هيواد څخه بېرته منلي دي. زياته سوې ده چي سوېډن آلمان ته ۳۷۰۰ پناه غوښتونکي د دبلن تړون په ړنا کي بېرته لېږلي ول. آلمان په همدغه شان له هالنډ څخه ۱۶۸۶ کسان، له سويس څخه ۱۲۷۷ کسان، له ډنمارک څخه ۱۱۰۹ او له بلجيم څخه ۷۶۳ کسان بېرته منلي ول.
د کورنيو چارو وزارت په وينا هغه مهاجر چي بېرته آلمان ته رالېږل سوي، اکثريت يې په آلمان کي د پناه غوښتنه کړې وه، خو د نتيجې تر معلومېدو دمخه نورو اروپايي هيوادونو ته تللي ول.
د راپور له مخي آلمان ځيني هغه مهاجر هم له نورو اروپايي هيوادونو اخيستي چي د ژوند شريک يعني مېړه يا ماينه او يا اولادونه يې په آلمان کي د مهاجر په توگه قبول سوي ول. هغه مهاجر چي له نورو اروپايي هيوادونو څخه آلمان ته رابلل سوي ۳۰ سلنه يې عراقيان بلل سوي دي.
د راپور پر اساس په ۲۰۱۶م کال کي اېټاليا له آلمان څخه ۹۱۶ پناه غوښتونکي او پولند ۸۸۴ پناه غوښتونکي بېرته منلي ول. زياته سوې چي هسپانيا۳۵۱، هنګري ۲۹۴، سوېډن۲۸۰ پناه غوښتونکي بېرته له آلمان څخه منلي ول.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2016):
۱۰ چنده زیات افغانان له آلمان څخه بېرته ستانه سوي
د رسنيو د راپورونو پر اساس په ۲۰۱۶ کال تر ټولو زيات شمېر پناه غوښتونکي له آلمان څخه وتلي دي. د «زيود دويچه څايټُنګ» د خبر راپور پر اساس تقريبا ۵۵۰۰۰ مهاجر په ياد کال له آلمان څخه ووتل. نور معلومات په دغه راپور کي وګورئ:
انځور: picture-alliance/Ropi
د آلمان په مالي مرسته
آلمانۍ ورځپاڼي «زيود دويچه څايتُنګ» په خپل يو راپور کي ليکلي چي په ۲۰۱۶ کال د آلمان په مالي مرسته ۵۵۰۰۰ مهاجر له دغه هيواد څخه په رضا وتلي دي. دغې ورځپاڼي د خپل راپور منبع کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره بللې ده.
انځور: DW/S. Padori-Klenke
د افغانانو ديپورت
په راپور کي راغلي چي په ۲۰۱۶ کال ۲۵۰۰۰ کسان ديپورت سوي چي د په رضا تلونکو مهاجرو نيمايي برخه لا نه جوړوي. له آلمان څخه په ديپورت سوو کي افغانان هم شامل ول.