1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني کې د کډوالو پر وړاندې د ۵۰۰ بریدونو ثبت

۱۴۰۳ مرداد ۲۱, یکشنبه

په آلمان کې کډوالو او پناه غوښتونکي، بیا بیا له لفظي یا فزیکي بریدونو سره یا هم ناغوښتل شوي عمل هڅولو، کرکې او فزیکي زیان رسولو سره مخ کیږي.

Deutschland Brand in Flüchtlingsunterkunft in Apolda, Thüringen
د جرمني پولیسو د ۴۵۶ بریدونو زیاتره پړه پر ښي اړخو ډلو اچولې ده.انځور: Michael Reichel/dpa/picture alliance

د آلمان  پولیسو د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمايي کې پر پناه غوښتونکو ټولټال ۵۱۹ بریدونه ثبت کړي دي.فدرالي حکومت دا شمیرې د کیڼ اړخي ګوند د پارلماني ډلې د یوې پوښتنې په ځواب کې راټولې کړي او د «اوسنابروکر سایتونګ» ورځپاڼې ته ورکړل شوي دي.

د راپور له مخې، د پناه غوښتونکو پر وړاندې د بریدونو او تعرضونو خبره کوي  چې په دې کې کرکې ته  هڅولو، جبر او سخت جسمي زیانونه شامل دي.هغه ځواب چې آلماني خبري آژانس ته ورکړل شوي، د کډوالو له کمپونو بهر په پېښو کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان ټپیان شوي دي. د جرمني پولیسو د ۴۵۶ بریدونو زیاتره پړه پر ښي اړخو ډلو اچولې ده.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

05:51

This browser does not support the video element.

پر دې سربېره دکډوالو پر کمپونو ۶۹ بریدونه شوي دي. د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې په آلمان کې د پناه غوښتونکو پر وړاندې د بریدونو ټولټال ۱۱۵۵ او په ټول کال کې ۲۴۵۰ پېښې ثبت شوې دي.د ورځپاڼې په وینا د دغو جرمونو ډیره برخه په زاکسن او تورنګین ایالت کې شوی.

د روان کال په دویمه ربع کې، په ټول آلمان کې له ۲۸۶ بریدونو څخه، ۴۱ پهزاکسن، ۳۵ په تورنګین، ۳۱ په بایرن، ۳۰ په نیدرزاکسن او ۲۹ په برانډنبورګ کې ثبت شوي دي.

په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند استازې کلارا بونګر، «اوسنابروکر سایتونګ» ورځپاڼې ته وویلی: «دا له ډیرې مودې راهیسې څرګنده ده چې د سیاستوالو د نژاد پرستانه شعارونو او د توکمپالو تحرکاتو او په سړکونو د بریدونو تر منځ نږدې اړیکه شته.»

دغه کین اړخي سیاستوال زیاته کړه: «کله چې په پارلمان کې ښي اړخي د بیا کډوالۍ (درېیم هیوادونو ته د شړلو) غوښتنه کوي او حتی د حکومت غړي کډوال د ټولو ټولنیزو ستونزو مسول ګڼي  په «لویه کچه» د اخراج اعلان کوي او ان کډوال د مجرمانو په نوم یادوي لکه هغه څه چې په بریتانیا کې پیښ شول نو په پایله کې نژاد پالان د قدرت احساس کوي او د مهاجرو پر وړاندې له تاوترخوالي کار اخلي.»

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

06:25

This browser does not support the video element.

د راپورونه له برخې تیريدل

راپورونه