1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: پولیسو په زرهاو الکترونيکي سګریټ ضبط کړي

۱۴۰۱ دی ۲۲, پنجشنبه

د جرمني د نوردراین ویستفالن ایالت د ګمرک مامورینو د الکترونيکي سګریټو ډېره لویه اندازه نیولې او ضبط کړې ده.

elektrischen Zigarette E-Cigo
انځور: AP

لکه څنګه چي په کریفیلډ کي د دغه ایالت مرکزي ګمرک خبر ورکړی، تقریبأ ۱۷۸۰۰۰ بې محصوله سګریټ د تلاشۍ پر وخت کشف سوي دي.

ویل کیږي چي دغه سګریټ بریتانیا ته وړل کیدله. د ماليې د نه تادیه کولو په خاطر د هغه تاوان تقریباً ۶۰۰۰۰ یورو ته رسیږي.
 
په تیر ډسمبر میاشت کي په مورس ښار کي د الکترونيکي سګریټو د یوه لوی تجارتي شرکت د تلاشۍ پر وخت په اول سرکي ۳۹۰ سګریټ کشف سوي وه. کله چي د دغه شرکت یو بل ګدام هم تلاشي سو، نو مامورینو ۱۷۷۹۵۹ نور بې محصوله سګریټ هم پیدا کړل.

دغه سګریت ضبط او د مسؤلینو پرضد یې د مالیاتو د پټولو او نه ورکولو په تور د جزأ څو پروسې جریان لري. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب