1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

جرمني: ډیرو صحي بیمو حق العضویتونه لوړ کړي

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

د جرمني اکثریت صحي بیمو د نوي کال له شروع څخه خپل حق العضویتونه لوړ کړي دي.

Koalition Gesundheit
انځور: AP

 لکه څنګه چي د اشیاوو د ټیست مؤسسې پرون دوشنبه خبر ورکړ، د تقریباً ۷۱ بیمو له جملې څخه ۵۴ یې خپل حق العضویتونه لوړ کړي دي.

دغه لوړوالی د ۰،۰۶ او ۰،۷۰ فیصدو تر منځ دی. یوازي دوو صحي بیمو خپل حق العضویتونه ۰،۱۴ او ۰،۳۱ فیصده راکم کړي دي. ۱۵ نورو بیا ثابت پرې ایښي دي. 

په جرمني کي د صحي بیمو تر ټولو لوړ حق العضویت ۱۶،۵۹ او کښته یې ۱۵،۴۰ فیصده دی. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب