جرمني: یو پر پنځمه برخه نور شرکتونه ډیوالي سوي
۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعه
اعلان
په ویسباډن کي د جرمني د احصایې مرکزي دفتر نن جمعه خبر ورکړ: د تیري میاشتي په مقایسه په اکتوبر کي د هغو شرکتونو تعداد ډیر سوی دی، چي د افلاس غوښتنلیکونه یې ورکړي دي (۱۸،۴ فیصده). ترهغه یوه میاشت دمخه، یعني سپتمبر کي لا ۲۰،۶ فیصده شرکتونه لږ ډیوالي سوي وه.
اکثریت هغه شرکتونه چي ډیوالي سوي دي، هغه په ۱۹۸ مورده سره په ساختماني بخش کي دي، چي د تیرکال عین میاشتي په مقایسه ۴،۲ فیصده اضافه والی ښيي. دغه څانگه د ساختماني موادو د په مشکل ورلیږلو ، لوړو بیو او د بحران په دلیل د فرمایشاتو د لغوه کولو څخه کړیږي.