1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

۳۵ تنه په کرونا اخته ډاکټر سره د تماس له امله قرانطین سوي

۱۳۹۸ اسفند ۹, جمعه

د جرمني په مونشن گلادبخ کی هغه ۳۵ تنه قرانطین سوي کسان چی په یوه کلینیک کې، په کرونا باندې د اخته ډاکټر سره په تماس کی ول اوس قرنطين سوي دي.

Uniklinik Essen Coronavirus in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د جرمني  مونشن گلاد بخ د ښار یوه ویاند د جمعې په ورځ ویلی چی نوموړي ډاکټر په مونشن گلادبخ کي د ماریا هیلف کلینیک له ۱۵ ناروغانو او پرسونل سره تماس درلودلی دی. په دغو کسانو کې تر اوسه د کرونا علایم نه دي لیدل سوي او د یوه کس تست هم منفي ختلی دی.

د نوموړي کلینیک ډاکټرپه مونشن گلاد بخ کی ، د دوشنبه په ورځ چی د کارنیوال ورځ وه ، په کلینیک کی حاضر وو. هغه هم اوس قرانطین دی او ورته امر سوی چی د اوس وخت له پاره په خپل کور کي پاته سي. دغه ډاکټر په هاینس بیرگ کی اوسیږي او ویل کیږي چی په گانگیلټ کی د یوه کارنیوال مارش پر وخت یی له  یوې ،  په کرونا باندی اخته جوړې سره تماس پیدا کړی وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب