د یوه نوي رپوټ پراساس د کاله تقریبأ ۱۸۰۰۰۰ جرمنیان خارج ته مهاجر کیږي. په داسي حال کي چي د دغه هیواد اقتصاد هم قوي دی او تر ډیره حده پوري یې خلگ کارونه هم لري، نو بیا ولي مهاجر کیږي؟
اعلان
دا د جرمني د دویسبورگ-اېسن د پوهنتون د نفوسو د تحقیقاتي انستیتوت د یوې څیړني څخه معلومیږي، کوم چي مهاجر کیدونکو او بیرته راتلونکو جرمنیان په باب تحقیقات کوي. د انستیتوت په حواله د مهاجر سوو جرمنیانو یو پردریمه برخه د عالي تحصیلاتو خاوندان او مسلکی کسان دي او په همدې دلیل ځیني اقتصاد پوهان د هغه له عواقبو څخه خبرداری ورکوي. خو ددغو ۱۸۰۰۰۰ مهاجر سوو جرمنیان څخه په متوسط ډول ۱۲۹۰۰۰ کسان بیرته هیوادته راځي. ځکه نو دانستیتوت د آمر، اندریاس ایتا په خبره دا ډیره د تشویش وړ خبره نه ده.
ایا دا د مغزونو فرار دی؟
د مهاجر سوو جرمنیانو اکثریت د یوه لنډ وخت له پاره په خارج کي پاتیږي، خو بیا هم په محاسبوي ډول سره تقریبأ ۵۱۰۰۰ جرمنیان په خارج کي پاتیږي او بیرته نه راگرځي. ایتا مگر وايي، چي «دغسي منفي حالت په ټولو صنعتي هیوادونو کي لیدل کیږي.» خو په خبره یې د مسلکي کسانو د کمبود او یا د مغزو د فرار څخه هغه وخت خبره کیدلای سي، کله چي په واضح ډول سره ډیر مسلکي کسان خارج ته مهاجر سي. خو وايي، چي زموږ په تحقیقاتو کي موږ دغسي حالت نه دی مشاهده کړی.
ایتا وايي، چي مگر د مهاجرت ټوله حرکات باید تر نظر لاندي ونیول سي، یعني هغه مسلکي کسان چي جرمني ته هم راځي. دا یو مثبت بیلانس دی.
جرمنیان د څه شي په خاطر مهاجرتونه کوي
په نوي رپوټ کي په خارج کي د تر لسو زرو اضافه مهاجر سوو جرمنیانو څخه ددوی د تگ او بیرته راتگ په باب پوښتني سوي دي. خارج ته د هغوی د تگ یو اصلي دلیل کار دی، او تقریبأ ۵۸ فیصده کسانو خپل تگ علت همدا بللی دی. په دې کار کي یوه مهمه نقطه پیسې او معاش دی. د هغوی اکثریت په خارج کي په متوسط ډول ۱۲۰۰ یورو اضافه گټي ،نسبت جرمني ته.
تقریبأ ۴۶ فیصدو بیا په خارج کي د ژوند طرز دلیل راوړی دی، چي په هغو کي ښه آب وهوا، د ژوند بل طرز او یا د نوو تجربو جمع کول دي. یو پر دریمه برخه فامیلي دلایل د خپل مهاجرت دلیل بولي. مثلأ ماندینه او یا میړه یې د بل هیواد وي او یا یې کارونه په بل هیواد کي وي. شل فیصده بیا د تحصیل په خاطر خارج ته ځي. خو د رپوټ پر اساس د هغوی ډیر لږ کسان په جرمني کي د ژوند کولو څخه شکایت لري.
په ډيره گرمي کي آلمانان خپل وخت چيري تيروي؟
د ډيرو آلمانانو له پاره اوس د کال تر ټولو ښه وختونه دي. مکتبونه رخصت دي، په ادارو کي کارونه کم دي او د شپې له خوا خلک خپل وخت په باغونو او تفريح ځايونو کي تيروي.
انځور: picture alliance/dpa/H. Christian Dittrich
په شخصي باغونو کي
په آلمان کي د ښار ځيني اوسيدونکي يو شخصي باغ هم لري. په اصل کي دلته ټول کال چمنونه او واښه ريبل کيږي او تصفيه کاري کيږي خو په دوبي کي بيا پکښي کبابونه پخيږي او لمر ته استراحت کيږي.
هري خوا ته ټوالان هوار دي او د چپسو بوي تر پزې کيږي. ځيني تنکي ځوانان توپ بازي کوي. په جرمني کي د ۷۰۰۰ په شاوخوا کي د لامبو حوضونه سته چي نيمايي يې هغه سرخلاصي حوضونه دي چي يوازي په دوبي کي د خلکو پرمخ پرانيستي وي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann
او يا هم د سمندر غاړه
په سمندر کي لامبو د ډيرو آلمانانو خوښيږي. دغه ډول اوبه او ويالې په هر ځاي کي ليدل کيږي. د مثال په ډول د «خيم زې او باير مير» ډير مشهوره دي چي اوبه يې هم پاکي وي او په هغو کي د سپورت بيلابيل ډولونه هم تر سره کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa
د موسيقۍ په فيستيوال کی
په جرمني کي دوبی، د موسيقۍ د فيستيوالونو وخت هم وي. د هري اونۍ په پای کي د رَپ موسيقۍ څخه نيولې بيا تر هيپ پاپ پوري د ومسيقۍ ډول ډول فيستيوالونه پر لاره اچول کيږي.همدارنگه د «هيوي ميټال» په نامه د نړۍ تر ټولو لوي فيستيوال او د «هريکان» په نامه فيستيوال چي د «راک، پاپ او الکترو »موزيک څخه جوړ سوي، هم ددغه فيستوال لويه برخه جوړوي.
انځور: DW/A. S. Brändlin
په برلين کي
په ۲۰۱۷م کال کي څه ناڅه ۱۳ ميليونه انسانانو له پلازمينې برلين څخه ليدنه وکړه چي د هغوي ۳۸ سلنه يې بهرنيانو جوړوله. دا په دې معني چي برلين د سفر کولو له پاره ډير محبوب ځاي دي.په تيره بيا دوبي کي چي سړی کولای سي تاريخي ځايونه يې په پښو وگوري. او يا هم په سرخلاصو بسونو کي له هغو څخه ليدنه وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/B.V. Jutrczenka
پر بايسکل باندي
آلمان سړی پر بايسکل هم کتلاي سي. د بايسکل له پاره ترانسپورتي لاري ډيرې ښې يو له بل سره تړل سوي دي. همدارنگه دغه لاري په ځنگلونو او د اوبو پر شاوخوا جوړي سوي دي. له بلي خوا د «روهر» په نامه د بايسکل لويه لاره هم سته چي نور نقيله وسايل ورباندي نه تيريږي.
انځور: Foto: Ahrtal-Tourismus Bad Neuenahr-Ahrweiler e.V.
په سينما کي
په ډيرو تودو ورځو کي سينما ته تگ هم د خلکو خوښيږي دا ځکه چي هلته يخ کولرونه چالانه وي. په تيره بيا چي د هالييود نوي فلمونه هم نندارې ته وړاندي کيږي. په ۲۰۱۷م کال کي شاوخوا ۱۲۲ اشاريه ۳ کسانو په آلمان کي په سينماگانو کي له فلمو څخه ليدنه کړې ده.
انځور: Colourbox
د هسپانيې د مايورکا په ټاپو کی
کله کله د مايورکا ټاپو ته په مسخرو د جرمني د اولسم ايالت په سترگه هم کتل کيږي. څه د پاسه ۳۰ زره آلمانان په دايمي ډول په دغه ټاپو کي خپل ژوند پر مخ بيايي او په ميليونو آلمانان بيا کال په کال خپله د دوبي رخصتۍ هلته تيروي. هلته ژبه آلماني ده، خوراکونه يې آلماني دي خو هوا يې په مراتب سره تر آلمان ښه ده.