جرمنی؛ پولیسو ښځینه پرې شوي لاسونه موندلي
۱۴۰۴ آبان ۲۷, سهشنبه
د جرمني پولیسو د نومبر ۱۸مه د سېشنبې پر ورځ وویل، هغه لاسونه چې په یوې لویې لارې کې موندل شوي، اوس مالومه شوې چې د افریقايي هېواد اریتریا د یوې ۳۲ کلنې کډوالې دي.
د پېښې په اړه څه پوهېږو؟
دوشنبې د شپې یوه موټرچلوونکي په ۴۵مې لویې لارې پولیسو ته خبر ورکړ، چې د سړک پر سر یې څه لیدلي دي. وروسته پولیس سیمې ته ورسېدل، چې د اولپازود او فرویدنبرګ تر منځ پر لویې لارې یې د انسان د بدن غړي وموندل.
تر دې پېښې وروسته، د هاګن پولیسو د مشکوکې وژنې په اړه څېړنې پیل کړي او له خلکو یې غوښتي، چې که په دې اړه مالومات یا شواهد لري، نو له پولیسو سره دې یې شریک کړي.
موندل شوي لاسونه د یوې ۳۲ کلنې مور دي
د سېشنبې پر ورځ پولیسو او څارنوالۍ په یوې خبرپاڼې کې وویل، چې مالومه شوې چې موندل شوي لاسونه د اریتریا د یوې ۳۲ کلنې کډوالې دي، چې له خپل نوی زېږېدلي ماشوم سره یو ځای د بن ښار د کډوالو په یو پناه ځای کې ثبت وه. د دغې مېرمنې درې میاشتینی ماشوم اوس اړونده دولتي اداره پالي.
د دغې مېرمنې د موندنې له پاره پیل شوي پراخ عملیات تر دې دمه بې پایلې دي او تر دا مهاله د دې پېښې د انګېزې او شالید په اړه هم مالومات نه شته.