1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

جلال آباد - د ټاکنو کميسون ته نژدې ځانمرګی بريد وسو

۱۳۹۷ شهریور ۳, شنبه

د افغانستان په ختيځ ننګرهار کي د شنبې په ورځ په يو ځانمرګي بريد کي ۳ انسانان ووژل سول. دغه بريد د ټاکنو کميسيون سره د احتجاج کوونکو کږدۍ ته څېرمه سوی دی.

Afghanistan, Jalalabad: Auseinandersetzungen mit der Taliban
انځور زمونږ له آرشیف څخه:انځور: picture alliance/AP Photo

د ننګرهار ولايت وياند عطاالله خوږياني و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه يو ځانمرګی بريد ؤ. د هغه په وينا دغه بريد د پرلت د ونډه والو هغې کږدۍ ته څېرمه سوی، چيري چي په ټاکنو کي د يو کانديد د نوماندۍ د ردېدنې پر ضد پرلت جوړ ؤ.

عيني شاهدانو ويلي چي ځانمرګي بريدګر د پرلت کږدۍ ته نژدې چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړ. زياته سوې چي د بريد وروسته حاضرو کسانو په ځغاستو پېل وکړ او امنيتي چارواکو دغه ځای محاصره کړ.

د مرزا امين په نوم يو کس چي د پيښي له ځای څخه په ۵۰ متره واټن کي ژوند کوي، وايي: «دغه يو ډېره درنه چاودنه وه او زموږ ټول کور يې ولړزاوه.»

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د يکشنبې په ورځ د لوی اختر په ترڅ کي و وسله والو طالبانو ته د اوربند وړانديز کړی ؤ چي بايد د دوشنبې په ورځ د عرفې ورځي څخه پيل سوی وای. خو اشرف غني د اوربند له پاره دا شرط ايښی ؤ چي طالبان به هم اوربند اعلانوي. خو طالبانو د دغه وړانديز په تړاو غبرګونه نه وښود.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب