1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جلال آباد کې چاودنې مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبه

نن پنجشنبه سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۲۰ نور ژوبل شوي دي. ويل شوي چې د ځينو ټپيانو روغتيايي وضيعت ښه نه دی.

Afghanistan, Jalalabad: Auseinandersetzungen mit der Taliban
انځور: picture alliance/AP Photo

د ننگرهار  د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دې خبر پخلی وکړ او ویې ويل چې چاودنه د جلال اباد ښار په  دویېمه ناحیه کې یوه هایلکس موټر پسې نښلول شوي ماین له امله شوې ده. هغه ويلي چې وژل شویو کې یو پولیس او یوه د اهل هنودو کوچنۍ ماشومه هم شامل دي.

خوږياني ويلي چې پاتې ټول ټپیان ملکي وګړي دي، چې اوس مهال د جلال اباد په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. هغه د درېو ژوبلو روغتیايي حالت هم نازک ښوولی دی.

ځینو حکومتي سرچینو بیا ویلي چې دغه چاودنه د نازیانو ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو د قومندان ملک دهقان پر موټر شوې چې خپله ملک دهقان او یو ساتونکی یې ټپي دی. خو د والي ویاند عطاالله د ملک دهقان د ژوبلېدو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل خو تاييد يې کړه چې د قومندان ملک دهقان یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند فرید خان هم دا پېښه تایيد کړې ده.

سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه دویېمه ناحیه کې د لطف الله بابا په نوم د تېلو یو پمپ سره نیږدې شوې ده چې د یو کس جسد او نیږدې شل زخمیان یې لیدلي دي.

تر اوسه د چاودنې مسئوليت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو ننګرهار کې د دې ډول چاودنو مسئولیت تر ډېره داعش وسله واله ډله مني.

تېره اونۍ هم د جلال اباد ښار شپږمه ناحیه کې د چپرهار ولسوالۍ د سیمه ایزو پوليسو پر موټر ځانمرګي برید کې لږه تر لږه نهه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي وو.

اميد ديدار/  ننګرهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب