جمهوررييس موای کيباکي د افريقا داتحاد په سرمشريزه غونډه کي برخه اخلي
۱۳۸۶ بهمن ۱۱, پنجشنبهاعلان
پوليسو خبر ورکړی دی چي د پارلمان دغه وکيل ډېويد کيموټا د الدوريت په ښار کي ويشتل سوی دی . د شکمن په حيث ، پوليسو يو ترافيک نيولی دی . همدا تيره سه شنبه په نايروبي کي ددغه ګوند يو وکيل ويشتل سوی ؤ. د ODM د ګوند مشر راييلا اوډينګا د يوې دسيسې څخه خبري کوي چي پدې وسيله کوښښ کيږي په پارلمان کي ددوی د وکيلانو تعداد کم کي . د کينيا بحران ، د افريقا د اتحاد سرمشريزه غونډه چي په اديسه بابا کي دايريږي ، ترسيوري لاندي نيولې ده . ددغي درې ورځنۍ غونډه په سر کي چي په هغه کي جمهوررييس موای کيباکي هم شرکت کوي ، د افريقا د اتحاد د کميسون مشر الپا عمر کونورې د ګډونکونکو دولتي مشرانو څخه وغوښتل چي د کينيا پر بحران باندي خپله اغيزه وکي .