جنرال حفتر په لیبیا کي د اوربند سره بالاخره موافقه وکړه. داسي چي هغه به په دغه جنگ ځپلي هیواد کي د همدا نن یکشنبې سهار وختي څخه نافذ سي. روسیې او ترکيې تر دې دمخه په لیبیا کي د اوربند غوښتنه کړې وه.
اعلان
د لیبیا د حکومت پرضد جنگېدونکی جنرال حفتر د روسيې او ترکيې د اوربند له غوښتني سره بالاخره موافقه وکړه. په خپله نومول سوي د لیبیا د ملي اردو (LNA ) مشر، حفتر اعلان وکړ چي اوربند به د نن یکشنبې (د جنورۍ میاشتي ۱۲ مه) سهار وختي څخه نافذ سي. دا هم په داسي حال کي ده، چي تیره جمعې ورځ لا هغه ویلي ول، چي د لیبیا په پایتخت طرابلس کي به جنگونو ته دوام ورکړي. هغه ویلی وه، چي یو ملکي دولت یوازي هغه وخت جوړیدلای سي، چي «تروتریسټي ډلي» کاملأ له منځه ولاړي سي.
د هغه قواوي د تیر ۲۰۱۹ م کال د اپریل میاشتي راهیسي پر طرابلس باندي جنگونه کوي او په تیرو اوونیو کي یې شدت ورکړی دی. د ليبيا د ملي اردو (LNA ) ویاند، احمد ال مسماري د ملگرو ملتونو له خوا حمایه کیدونکي اوربند د ماتیدو څخه خبرداری ورکړی دی. د بلي خوا بیا حکومتي قواوو هم د دغه اوربند څخه هرکلی کړی دی.
روسیې او ترکيې تیره چهارشنبه ورځ په لیبیا کي د اوربند غوښتنه کړې وه. دا هم په داسي حال کي ده چي روسيه، مصر او عربي متحده امارات د لیبیا په شخړه کي د جنرال حفتر ملاتړ کوي او ترکیه بیا د طرابلس د حکومت څخه. ترکیې پر بين المللي انتقادونو سربیره فیصله کړې ده، چي د شمالي افریقا دغه هیواد ته به خپلي قواوي ولیږي.
جرمني هم د میاشتو میاشتو راهیسي د لیبیا د شخړي د یوه سیاسي حل کوښښ کوي. په برلین کي د یوه بين المللي کنفرانس په جوړیدو سره د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل او د روسيې جمهوررييس ولاديمير پوتين غواړي په دغه جنگ ځپلي هیواد کي یو سوله يز حل پیدا کړي.
لیبیا کي څوک له چا سره جنګيږي؟ ـ انځوريز راپور
په شمالي افریقایي هیواد لیبیا کې د معمر القذافي تر زوال وروسته په دغه هیواد کې بی ثباتي حاکمه ده. د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن حکومت د جنرال خليفه حفتر د ځواکونو له مزاحمت سره مخامخ دی.
د ۷۶ کلن جنګ سالار بشپړ نوم خليفه بالقاسم حفتر دی. نوموړی د وژل شوي دیکتاتور معمر القذافي په دوره کې د پوځ یو لوړپوړی افسر وو. خلیفه حفتر ځان مارشال هم بولي. په اوس وخت کې هغه د لیبیا تر ټولو قوي جنګسالار ګڼل کیږي. نوموړی جنرال د یوه روزل شوي په وسلو سنبال پوځ ترڅنګ جنګي الوتکې هم لري. هغه د فرانسې، مصر او متحده عربي اماراتو له ملاتړ څخه برخمن دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Monteforte
د لیبیا په شخړه کې د مختلفو هیوادونو رول
خلیفه حفتر د فرانسې له بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی. بل لور ته ترکیه د حفتر شدید مخالفت او په طرابلس کې د واکمن حکومت ښکاره ملاتړ کوي. ترکیي د حفتر د ځواکونو پر ضد د جنګیدو له پاره د طرابلس حکومت ته وسلې هم ورکړي وې. د حفتر په پلویانو کې مصر او متحده عربي امارات هم شامل دي. اروپایي اتحادیه له فرانسې سره د لیبیا په مسئله کې اختلاف نظر لري.
انځور: picture-alliance/C. Liewig
د طرابلس حکومت پلوي جنګي ډلې
د طرابلس حکومت د ملګرو ملتونو او څو جنګي ډلو له ملاتړ څخه برخمن دی. دغو وسله والو ډلو د خلیفه حفتر د«لیبیا ملي پوځ» ځواکونو پر وړاندې د طرابلس د حکومت ملاتړ کړی دی. حکومتي پوځ پر طرابلس د حفتر د ځواکونو یرغل له ناکامۍ سره مخامخ کړی وو.
انځور: AFP/M. Turkia
د طرابلس حکومت او پوځ
د لیبیا حکومت د ۲۰۱۵م کال راهیسې د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن لومړي وزیر فایز السراج په مشرۍ قایم دی. السراج د امنیت د ثبات په خاطر له څو وسله والو ډلو سره ائتلاف کړی دی. له حکومتي پوځ سره د لیبیا د پخواني پوځ درنې وسلې او تجربه لرونکي افسران هم موجود دي. د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د السراج د حکومت ښکاره ملاتړ کوي.
انځور: Reuters/H. Amara
د قذافي تر زوال وروسته بی ثباتي
د لیبیا پخوانی دیکتاتور د یوه منظم وسله وال حرکت په ترڅ کې له واکه لیري کړای شو، خو وروسته تر هغې دغه ډلې منظم پاتې نه شوې. له هرې ډلې سره په کافي اندازه وسلي او جنګیالي موجود ول. په مختلفو وختونو کې انتخابات هم وشو، خو امنیت رامنځته نه شو. په همدې منځ کې جهادي ډلې هم په لیبیا کې فعاله شوې دي.