جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې په اړه غبرګونونه
۱۳۹۹ تیر ۱۴, شنبه![Afghanistan Portät Abdul Rashid Dostum](https://static.dw.com/image/18665066_800.webp)
ټولیزو شبکو کې د یوه خپاره شوي فرمان له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم ته د سیاسي کړکیچونو د هواري او د هېواد په ټیکاؤ کې د هغه د هلوځلو په پار د مارشالی رتبه ورکړې ده.
د جنرال دوستم لور راحله دوستم ددغه فرمان انځور پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی او لیکلي یې دي: «حق، حقدار ته رسیږي، څه ژر او یا څه ناوخته، مارشالي زمونږ حق ؤ، په هېواد کې سوله او ټیکاؤ زمونږ هیله ده.»
د اغلې دوستم پر وینا، پلار یې د خلکو د زړونو مارشال دی.
غبرګونونه
د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې پر بنسټ، ولسمشر ددې واک لري چې فوق العاده او افتخاري رتبې ورکړي، خو پوښتنه داده چې ایا په فرمان کې د مارشالی معیارونه په پام کې نېول شوي؟
حقوقي شنونکي شیرین خان حبیب دویچه ویله ته وویل: «هغه معیارونه چې په نظامي چارو کې د مارشالی لپاره مشخص دي، متاسفانه جنرال دوستم ته د هغو نظامي معیارونو له مخې چې مارشالۍ ته اړین دي دا رتبه نه ده ورکړل شوې.»
مارشالي د افغانستان په ګډون په ډیرو هېوادونو کې ترټولو لوړه رتبه ده.
پوځي شنونکي وايي، د مارشالۍ رتبه د ډيرو سترو پوځي بریاوو د لاسته راوړلو په بدل کې ورکول کیږي.
له حقوقي اړخه د مارشالۍ لپاره دا هم مهمه ګڼل کیږي چې دغه کس باید په کوم جنګي جنایت تورن نه وي.
ښاغلي حبیب په دې اړه وویل: «پر ښاغلي دوستم د جنګي جنایتونو، جنسي تیریو او نورو جرایمو تورونه شته، البته له حقوقي پلوه د محکمې له حکم پرته څوک مجرم نه ګڼل کیږي خو ستونزه داده چې ددغو تورونو سپیناوی هم تراوسه نه دی شوی د دوستم او ایشچي موضوع تراوسه پر ځای پاتې ده.»
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک په یوه برخه کې راغلي چې جنرال دوستم به د ولسمشر د یوه فرمان پربنسټ د مارشالۍ رتبې ته ارتقا کوي او ترڅنګ به یې د دولت د عالي شورا او ملي امنیت شورا غړیتوب هم ولري.
د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دوستم ته د مارشالۍ رتبې له ورکولو هرکلی کړی.
نوموړي پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «تاسو ته د مارشالی رتبې په درکولو سره له ملي واکمنۍ څخه د دفاع او ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې ستاسو د نه ستړې کېدونکو هلوځلو قدرداني وشوه.»
تر جنرال دوستم وړاندې د پخواني پاچا محمد ظاهرشا تره شاه ولی خان او پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال قسیم فهیم ته هم د مارشالۍ رتبې ورکړل شوي دي.
منتقدین وايي، افغانستان کې لوړې پوځي او ملکي رتبې د وړتیا او معیارونو پربنسټ نه، بلکې د سیاسي جوړجاړیو په پایله کې ورکول کیږي.
اسماعیل شاکر – کابل