جنرال رحمان: د ښځينه پوليسو کمښت د قانون واکمني ننگوي
۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبهد افغانانو يو شمير ټولنيز دودونه، او سيمه ييز رواجونه ددې لامل سوي، چي ډيری ښځي د پوليسو ليکو سره يوځای کيدو ته زړه ښه نه کړي.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين عبدالرحمان رحمان وايي، دوی پلان لري تر ۲۰۱۵ کال پوري پينځه زره تنې ښځينه پوليسي جذبي کړي.
دمګړی په ډيرو برخو کي د ښځينه پوليسو دندي هم نارينه تر سره کوي، چي دغه کار ځيني وخت د سرخوږي اود کورني تاوتريخوالي د زياتيدو عامل کيږي.
د افغان پوليسو د روزني د ماموريت مشري دمګړی د اروپايي ټولني پرغاړه ده.
خو آلمان او امريکا هغه دوه ملکونه دي، چي د افغان پوليسو د روزلو او تجهيز په برخه کي يي په سلګونو مليونه امريکايي ډالر لګولي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سازمان د ښځينه پوليسو د يو ځای کيدو له مخ پر زياتيدونکي شميري خوښ ښکاري.
ددغي اداري يو مرستيال بل سن له قوله راغلي: « د افغانستان په ۶۵ولسواليو کي د ښځينه پوليسو د روزلو چاري رواني دي، او د پوليسو له ليکو سره د نجونو اوښځو د يوځای کيدو ليوالتيا هم زياته سوې ده».
خو ايا يوازي د پوليسو د کميت لوړيدل به اوسنيو ستونزو ته مناسب ځواب وي.
د پوځي چارو مبصر او د ملي امنيت متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وايي، چي وسلي و نه لرو نو مورال به له کومه کړو.
« مورال په وسلو دی، په نظامي روزنه دی، او که دا مسايل نه وي نو څوک ځان غښتلی نسي ګڼلای. که هغه سرتيری وي که پوليس او که هم د ملي امنيت کارکونکي».
ډيري کارپوهان نا امني هغه جدي ستونزه بولي، چي په وينا يي د پوليسو له ليکو سره د ځوانانو د يو ځای کيدو مخه نيسي. د افغانستان د ستراتيژيکو څيړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجي هم همدا خبره کوي:
« زموږ اصلي مشکلات نا امني ده، که چيري نړيواله ټولنه او حکومت په ګډه سره کار وکړي او د امنيت د راوستلو لپاره مټي را ونغاړي نو د نا امنۍ ستونزه به له مينځه ولاړه سي او په اوس وخت کي بايد مسلح قوتونه ښه تجهيز کړای سي».
د يادولو وړ ده چي په ډيرو مواردو کي پر پوليس ځواک نيوکي سوي، چي خپلي دندي په سمه توګه پر مخ نه بيايي او د هغوی د تيروتنو بيه ولسي خلک پرې کوي.
په داسي حال کي چي پوليس بيا د پرمختللو وسلو او تجهيزاتو له کمښت څخه سر ټکوي او شکايت کوي چي په ډيرو مواردو کي د توکو کمښت د دوی د چټک غبرګون مخ نيوی کوي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل