جنرال پيتريياس د کرزي احضاراتو ځورولی
۱۳۸۹ آبان ۲۴, دوشنبهواشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي چي پيتريياس ويلي چي د ناټو ځواکونو پر فعاليتونو باندي د کرزي وروستی نيوکي کيدای سي چي د ياغيانو پر ضد مبارزه سخته زيان منه کړي.
ولسمشر کرزي په دې وروستيو کي د واشنگټن پوست ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي ول چي ناټو او امريکايي ځواکونه بايد په خپلو تعروضي عملياتو کي کمی راولي او د شپې د پوځي عملياتو څخه بايد لاس واخلي.
ځکه د هغه په خبره د شپې عمليات افغانان ډير ناراضه کړي او دا د طالبانو مورال نور هم قوي کوي.
دغه راز ديويد پيتريياس د کرزي د هغه خبري په اړه چي د هيواد په جنوب کي دي په پوځي عملياتو کي کمی راسي « حيرانتيا او مايوسي » ښودلې.
پيتريياس افغان چارواکو ته په وينا کي ويلي دي چي د کرزي دغه راز نيوکي او څرگندوني کيداسي په افغانستان کي د ناټو ټول عمليات گډوډ کړي.
واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي چي د شپې عمليات د تروريزم په وړاندي مبارزه کي د جنرال پيتريياس د ستراتيژۍ د پلي کولو کيلي ده.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکیم