جنرال McChrystal : د طالبانو زورزياتيو د متحده ايالتو ستراتيژي بدله کړه
۱۳۸۸ مرداد ۱۹, دوشنبهپه افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو لوړپوړی قوماندان وايي طالبانو په دغه هيواد کي لاس برتوب موندلي، څرنګه چي متحده ايالات يي دي ته واړول چي د خپلو نورو سرتيرو استولو سره خپله ستراتيژی ته بدلون ورکړي.
جنرال Stanley McChrystal دغه يادوني د وال ستريت ژورنال له ورځپاني سره يي په یوه مرکه کی کړي دي. هغه وويل، طالبانو حتي د خپلو هغوسيمو څخه چي معمولا د هغوي هډي ګڼلي کيږي، هم خپله لمن د افغانستان نورو سيمو ته غزولي ده. هغه وويل د افغانستان شمال سيمي د طالبانو له نسکوريدو څخه را په دي خوا مصؤني وي ، خو اوس هلته او همدا راز په لويديځ کي هم د هغوي د زور زياتيو لمن پراخه شوي ده.
د وال ستريت د ژورنال د رپوټ له مخي، نوموړي جنرال ويلي دي چي طالب اورپکو خپلي پرمختللي حملي زياتي کړي، هغه حملي چي د سړک د غاړي له بمي چادونو او سخت په وسلو سمبال کوچنيو ټوليګو سره جوخت شوي دي.
وال ستريت ژورنال د McChrystal له وينا چي په کابل کي په خپل ټينګ مقرکی هغي ورحپآني سره مرکه وکړه، وويل چي نوموړي طالبان ډير خطرناک دښمنان وبلل: « هغه اوس يو ډير سخت قهرجن دښمن دي. مونږ بايد د هغوي د قوت او د هغوي د نووښت مخه ونيسو. البته دا يو ډير سخت کار دي».
امريکايي قوماندان يادونه وکړه چي د سرتيرو زياتوالي په دي مقصد دي ترڅو د طالبانو د زورزياتيو او وويرولو څخه ولسي خلک په ښه توګه خوندي وساتل شي.
د وال ستريت ژورنال ورځپاڼه په خپل رپوټ کي وايي: د متحده ايالاتو د سرتيرو زياتول د جنرال McChrystal د نوي ستراتيژی ښکاره تړون دي چي د ياغيانو د تعقيب او د هغو پر ضد د حملو پر ځاي، د افغان ولسي خلکو ساتني ته غوره والي ورکوي.
د جمهور رييس بارک اوباما اداره په افغانستان کي د خپلو سرتيرو د زياتو د لړي نيمايي ته رسيدلي ده، د روان ميلادي کال تر پاي پوري به په توليزه توګه 68 زره امريکايي سرتيري په افغانستان کي حضور ولري.
ځيني امريکايي پوځي چارواکي په دي بارو دي چي طالبانو د هلمند په ولايت کي د متحده ايالاتو د ورستي ستری حملي څخه په خپله ګټه کار واخيست او له هغه ولايت څخه ګاونډي ولايت کندهار ته ننوتل او هلته يوه ډول شکلي حکومتي اداري او محکمي جوړي کړي.
د وال ستريت ژورنال په رپوټ کي راغلي چي McChrystal تصميم لري تر څو کندهار ته يو شميرنور سرتيري واستوي تر څو هلته له کانادايي ځواکونو سره چي د هغه ولايت د امنيت مسووليت په غاړه لري، مرسته وکړي.
نوموړي جنرال دغي ورځپاڼي ته وويل: دا ډير مهم امر دي، مونږ خپل اعظمي کوښښ کوو چي کندهار خوندي وساتل شي.»
McChrystal په خپله مرکه کي زياته کړه: ]ي هغه به د افغانستان د ملي پوځي او ملي پوليسو د پراخولو او پياوړتيا لپاره سپارښتني وکړي، څرنګه چي د يو پلان له مخي چي د متحده ايالاتو د پوځيانو لاس لاندي دي، د افغان ملي پوځ او ملي پوليس اوسني شمير به دوه برابر کړاي شي.
فرانس پرس/ عبدالباري حکيم
کتونکي: زيارمل