1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنوبي کوريا: شمالي کوریا تر ټولو قوي توغندی آزمویلی دی

۱۴۰۱ فروردین ۴, پنجشنبه

شمالي کوریا نن د پنجشنبې په ورځ د ختیځو اوبو لوري ته خپل یو نوی پرمختللی توغندی آزمویلی دی. جاپان او جنوبي کوریا ویلي دي چې دا تر ۲۰۱۷م کال وروسته د شمالي کوریا لومړنی توغندی دی چې ټولې وړتیاوې او امکانات لري.

Nordkorea | Neue interkontinentale ballistische Rakete ICBM
انځور: Yonhap News Agency/picture alliance

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د مارچ ۲۴) شمالي کوریا خپل یو نوی توغندی آزمویلی دی. داسې توغندی چې د دغه هیواد د ګاونډیو جاپان او جنوبي کوریا د پوځي چارواکو په باور دغه توغندی تر ۲۰۱۷م کال وروسته د دې هیواد تر ټولو ستر او پرمختللی توغندی دی. د شمالي کوریا یادو دواړو ګاونډیو ویلي چې دغه توغندی نیږدې ټولې وړتیاوې لري.

د جنوبي کوریا خبري آژانس یونهاپ د دې هیواد د پوځ د لوی درستيز په حواله ویلي چې دوی د شمالي کوریا له لوري د توغندي آزموینه کشف کړې او په باور یې هغه د اوږد واټن ویشتونکی توغندی دی. د جنوبي کوریا پوځ وايي چې دا هم امکان لري چې شمالي کوریا د انټرکانټینټل یا قاره ويشتونکي توغندي آزموینه کړې خو تائید کړي یې نه دي. شمالي کوریا تر ۲۰۱۷م کال وروسته دغه راز توغندی نه وو آزمویلی.

بل لوري ته د جاپان ساحلي ګارد هم ویلي دي چې د شمالي کوریا له لوري توغول شوی توغندی ښايي بالستیک توغندی وي او زیاتوي چې دغه توغندی تر توغول کیدو وروسته د جاپان د ځانګړې اقتصادي ساحې په سیمه کې لویدلی دی. د جاپان د دفاع وزارت مرستیال وزیر ماکوټو اونیکي ویلي دي چې د شمالي کوریا تازه توغندي د ۶۰۰۰ کیلومتره په ارتفاع کې حرکت کړی دی او د شمالي کوریا په ختیځو اوبو کې لویدلی دی.

انځور: Yonhap/picture alliance

دا هم په داسې حال کې ده چې د جنوبي کوریا پوځ ویلي دي چې د مارچ میاشتې پر ۱۶مه، شمالي کوریا یو بل توغندی هم ازمویلی وو چې تر توغول کیدو وروسته په هوا کې وچاودید. هغه مهال په راپورونو کې راغلي ول چې شمالي کوریا غوښتل د اتومي سرګلولو د انتقال وړتیا لرونکی توغندی و ازمويي، داسې توغندی چې کارپوهانو تر ټولو ستر او قوي بللی وو.

په وروستیو اونیو کې امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا خبرداری ورکړی وو چې جنوبي کوریا غواړي تر ۲۰۱۷م کال وروسته خپل تر ټولو قوي او د ډیرو وړتیاوو لرونکي یوه توغندي آزموینه وکړي. په روان میلادي کال کې شمالي کوریا تر اوسه پورې د توغندیو ۱۳ آزموینې کړي دي او دا په وروستیو کلونو کې د آزموینو د شمیر له اړخه بې ساری بلل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل