1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنوبي کوریا د روسیې پر پوځي الوتکو خبرداري فیرونه کړي

۱۳۹۸ مرداد ۱, سه‌شنبه

جنوبي کوریا ویلي دي چې روسۍ او چینایي پوځي الوتکې ظاهرا ختیځ ساحل ته څیرمه د دوی هوایي حریم نقض کړی. جنوبي کوریا د دغه الوتکو پر وړاندې د خبرداري فیرونه کړي. خو روسیه بیا دا خبره ردوي.

Südkorea Luftwaffenstützpunkt Gwangju
انځور: Reuters/Yonhap

د جنوبي کوریا پوځ د روسي جنګي جېټ الوتکې پر وړاندې د خبرداري فیرونه کړي دي. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویلي دي چې دغه الوتکو تر دې دمخه له دوو نورو الوتکو سره د دغه هیواد هوایي حریم ته ورننوتې وې. دا لومړی وار دی چې روسۍ الوتکی د جنوبي کوریا هوايي حرم ته داخلیږي. زیاته شوې ده چې دوو چینایي پوځي الوتکو هم د جنوبي کوریا له هوایي حریم څخه سرغړونه کړې ده. دا لا معلومه نه ده چې آیا دا د روسیې او چین د ځواکونو ګډ مانورونه وو که نه.

سؤل: جېټ الوتکې دوه وارې هوایي حریم نقض کړی

جنوبي کوریا ويلي دي چې جېټ الوتکه د سیمې په وخت د سهار پر نهو بجو د دوکدو، سیمې ته داخله شوه. جاپان هم د دغه ټاپو د ملکیت ادعا کوي. په پلازمېنه سؤل کې د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویلي دي: «پوځ په تکتیکي اقداماتو لاس پورې کړ، چې پکې د رسام او خبرداري انداختونه شامل وو.»

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت په خبره تر دې اقدام وروسته الوتکې د جنوبي کوریا له هوایي حریم څخه ووتلې، خو شل دقیقې وروسته بیا د دوی هوایي حریم ته ورننوتلې چې بیا هم د خبرداري فیرونه وشول.

د مسکو انکار

په مسکو کې د بهرنیو چارو وزارت دغه تور رد کړی دی. د وزارت له خوا په اعلامیه کې راغلي دي چې دوی په نړیوالو اوبو کې خپل مانورونه اجرا کړي دي.

جنوبي کوریا په ۲۰۱۳م کال کې وویل چې سویل لور ته د هوایي فضا د دفاع زون مشخصوالي پراخوي. هغه مهال د دې شالید د چین د سمندرګي په ختیځ کې د سیمو د ملکیت پر سر شخړه وه. د جنوبي کوریا حکومت اعلان کړی دی چې په مسکو او پيکینګ کې به د هوايي حریم د نقضولو په هکله خپل رسمي شکایت ثبت کړي.

sti/ack/se sr/nz (afp, dpa, rtr)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل