جنګياليو د پاکستان پر سمندري ځواکونه بريد وکړ
۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبهوسلوالو طالبان پرون «يکشنبه» شپه د پاکستان په لوي ښار، کراچي کي يو د سمندري ځواکونو هوايي اډه تر بريد لاندي ؤ نيوله. بريد کونکي په درنو او سپکو وسلو سمبال ول. د دغي پيښي په پايلي کي طالبانو دوه کشافي طياري ويجاړي کړي او د دغي اډي پنځه تنه کار کونکي يي ووژلي هم دي.
پاکستاني چارواکو ويلي چي د کراچي په ښار کي دغه بريد اته ساعته دوام کړي. دغه چارواکي زياته وي چي پرون «يکشنبه» ناوختي شاوخوا 15 طالب جنګياليو د شپي د تياري څخه په استفاده کولو سره پر دغي هوايي اډي بريد وکړ.
د پاکستاني سمندري ځواکونو پر دغي هوايي اډي بريد دري اوني وروسته له هغي چي امريکايي پوځيانو د القاعدي شبکي مشر، اسامه بن لادن، په پاکستان کي ووژه تر سره کيږي.
د کورنيو چارو وزير، رحمان ملک، په دي هکله وويلي چي «تروريستان» دغي هوايي اډي ته د دريو ځايونو څخه راننوتلي ول.
هغه زياته کړه: «دا يواځي پر دغي اډي بريد نه دي بلکه دغه پر ټول پاکستان بريد دي.» د کورنيو چارو وزير همدا راز وويل چي هغه کسان چي د طالبانو سره همدردي ښيي بايد د پاکستان دولت سره لاس يو کړي ترڅو د پاکستان په آبادي کي برخه واخلي.
پاکستاني طالبانو د دغه بريد پړه په غاړه اخيستي. دوي پر پاکستان خپل بريدونه وروسته له هغي لا پسي ډير کړل چي اسامه بن لادن په پاکستان کي، پرته له هغي چي د دغه هيواد چارواکي او پوځيان پري خبر شي، د امريکايي پوځيانو لخوا ووژل شو.
د پاکستاني طالبانو وياند، احسان الله احسان، د پيښي په اړه د فرانسي خبر اژانس ته ويلي: «وروسته له هغي چي اسامه بن لادن شهيد کړاي شو، مونږ د لا ډيرو بريدونو کواښ کړي ؤ.»
د پاکستاني سمندري ځواکونو يو وياند، سلمان علي، د فرانسي خبري اژانس ته وويل: «هغوي ټول په يو ځاي کي دي. زه هيله لرم چي مونږ به ډير ژر په دي وتوانيږو چي دغه کسان ژوندي يا مړه ؤ نيسو.» سلمان علي دغه څرګندوني د جګړي د پيليدو څخه اته ساعته وروسته وکړي.
سلمان علي ويلي چي په پيښي کي پنځه کسان وژل شوي دي. ده زياته کړي چي طالبانو دوه کشافي الوتکي چي تير کال د امريکا متحده ايالاتو لخوا پاکستان ته ورکړل شوي وي هم له منځه وړي دي. د سلمان علي په حواله طالبانو لومړي په دغي اډي راکتونو فير کړي او وروسته يي د سپکو وسلو څخه کار واخيستي.
پاکستاني چارواکي وايي چي په دغي پيښي کي لس نور کسان پتيان شوي هم دي.
که څه هم پاکستاني چارواکي د هغه عملياتو له وجي چي په ترڅ کي اسامه بن لادن ؤوژل شو په غوسه دي، خو د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د BBC سره په يو مرکي کي ويلي چي دي به د ورته عملياتو امر بيا هم ورکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ احمد ولي اڅکزي