جورج بوش د پاکستان پر روان سياست باندي سختي نيوکي کړي.
۱۳۸۶ آبان ۱۵, سهشنبهاعلان
د امريکې د متحده ايالتونوجمهورريس جورج ډبليو بوش په پاکستان کي د اضطيراري حالت پر اعلامولو باندي سختي نيوکي کړي، او ددې غوښتنه يې کړې چي بايد پروېزمشرف ډير ژر په هغه هيواد کي اساسي قانون پلي کړي، او په هغه هيواد کي دي پخواني پلان سره سم د جنوری په مياشت کي پارلماني ټاکني ترسره سي.