جوزجان او مزارشريف کي د ښځو مرموزي وژني
۱۳۹۱ بهمن ۴, چهارشنبهد شمال زون د ساحوي پولیسو د ۳۰۳ پامیر قوماندانۍ ویاند لعل محمد احمدزي دویچه ویله ته وویل، چي دغه ۲۷ کلنه ښځه چي د درو ماشومانو مور وه د سه شنبې (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۲) په ناوخته ماښام ئې ځان زندۍ کړی دئ.
هغه وويل«نن سحار د دغي ښځي گاونډیانو پولیسو ته خبرورکړ، پولیس سمي ته ورغلل او د دغي ښځي جسد يې روغتون ته انتقال کړ.»
د دغي ښځي گاونډیانو رسنيو ته ويلي دي: «له دې ښځي سره ئې مېړه هر وخت ناوړه سلوک کاوه او دې به هر وخت دوی ته ویل، چي له ځان وژني پرته بله لاره نه لري.»
د شمال زون ساحوي پوليسو وياند زياته دغه راز وويل، چي د ښځي مېړه تښتېدلی دئ.
د هغه په خبره دا لا تر اوسه پوري معلومه نه ده چي ښځه مېړه وژلې ده که يې پخپله ځان وژلی دئ.
په بلخ کي د يوې مېرمني مړی و موندل شو
د بلخ ولايت د امنيې قومندان شېرخان دراني دويچه ويله ته وويل، چي په مزارشريف ښار کي د یوې ښځي جسد موندل شوی دئ.
د هغه په خبره د دغي ښځي مړی چي نزدې ۵۵ کلنه به وي د چهارشنبې (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۳) سهار لس بجې د مزاشریف ښار د دوهمي امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کي موندل شوی دئ.
درانی وايي د دغي مېرمني جسد اوس د بلخ ولایت په حوزوي روغتون کي پروت دئ او تردې گړی يې وارثین هم نه دی موندل شوي.
د روغتون ډاکتران وايي، چي د مېرمني پر بدن باندي داسي نخښي لیدل کیږي، چي هغې دي تر وهلو ټکولو لاندي سا ورکړې وي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې ورستیو کي د مېرمنو د ملاتړ بنسټو په افغانستان کي له ښځو سره د تاوتریخوالي د پیښو د کچي د لوړوالي له اسيته اندېښنه څرگنده کړې ده.