1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جولیان اسانج غواړي په لومړي ځل څرگندونې وکړي

۱۴۰۳ مهر ۴, چهارشنبه

جوليان اسانج پتېيلې ده چي راتلونکې اونۍ اروپا ته سفر وکړي او تر خپلي آزادۍ وروسته به په لومړي ځل څرګندوني وکړي. د ويکيليکس بنسټ ايښوونکی اسانج د روان کال په جون مياشت کي آزاد او خپل ټاټوبي استراليا ته ستون سو.

Doku-Bilder | Kampf um Wahrheit - Julian Assange und die dunklen Geheimnisse des Krieges
انځور: DW EP

 د ویکيلیکس بڼسټ ایښودونکي جولیان اسانج تر خپلي آزادۍ درې میاشتي وروسته غواړي په راتلونکو اونیو کي عام محضر ته څرګندونې وکړي.

ویکیليکس خبر ورکړی دی چي دغه ۵۳ کلن به د اروپا د شورا په هدف شتراسبورک ته سفر وکړي او هلته به د حقوقي چارو او بشري حقونو دغې کمیټې ته د سې شنبې په ورځ خپله شاهدي ورکړي. یوه ورځ وروسته یعنی د اکتوبر پر دوهمه به د اروپا شورا پارلماني مجلس د اسانچ د قضیې په هکله پر یوه نوي رپوټ غور وکړي.

ویکیليکس لیکلي:«دغه رپوټ د دې پخلی کوي چي اسانج د یوه سیاسي بندي په توگه درجه بندي کیدای سي او له بریتانیا څخه دا غوښتنه کوي چي یوه بې طرفه څېړنه پيل کړي چي آیا هغه له غیرانساني چلند او سپکاوي سره مخامخ سوی وو او که څنگه.»   

د اسانج د روغتیايي حالت په هکله اندېښنې

د ویکیليکس  دغه بڼسټ ایښودونکی د جون مياشتي په پای کي تر ۱۴ کلنو حقوقي شخړو وروسته په ناڅاپه توگه آزاد او آسترالیا ته بیرته ستون سو.

له هغه راهیسي نوموړی په عام محضر کي نه دی راڅرګند سوی. د هغه میرمن ستیلا اسانج، د زندان  په یوې کوچنۍ کوټه کي تر کلونو بندیګرت وروسته د خپل خاوند تر بیرته راستنیدو وروسته د هغه د روغتیايي حالت په هکله څرګندونې وکړې. نوموړې له همدې کبله غوښتنه وکړه چي کورنۍ ته یې وخت ورکړل سي او د هغوی شخصي حریم ته درناوی وسي.

ویکیلیکس اوس خبر ورکړی دی چي اسانج تر خپل اوږده بندیګرت وروسته اوس د ښه کیدو په حال کي دی. او راتلونکې اونۍ ته په کتو سره به هغه شخصاً د فوق العاده بلنې له امله په دغه غونډه کي ګډون وکړي.

ویکیليکس له ۲۰۱۰م کال وروسته په عراق او افغانستان کي دامریکا د پوځي عملیاتو په ترڅ کي د چلسي منینگ محرمانه مطالب خپاره کړل. د امریکا متحده ایالات  پر اسانج تور لگوي چي په دې کار سره یې د امریکايي مخبرانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی. د اسانج ملاتړ کوونکي بیا برعکس هغه ته د یوه زړه ور خبریال په سترگه گوري چي جنگي جنایتونه یې رسوا کړي دي.

تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي منزوي بندیگرت

اسانج، ځان اوه کاله په لندن کي د اکوادور سفارت ته پناه وړې وه. هغه په ۲۰۱۹م کال کي هلته ونیول سو او بلاخره تر سختې امنیتي څارنې لاندي د بیلمارش زندان ته یووړل سو، چیري چي یې له حقوقي لحاظه امریکا متحده ایالاتو  ته د انتقال پر وړاندي له ځانه دفاع کوله. د ویکیليکس په حواله اسانج به هلته په ورځ کي ۲۳ ساعته د دغه زندان په یوې ډیري کوچنۍ کوټه کي تیروله.  

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب