جو بايدن د «برېکفاست کلب» په نوم د خپرونو د محبوب افريقايي ـ امريکايي کوربانه چارلمان ثاګود په خپرونه کې مېلمه و چې د دغه پروګرام موضوع په متحده آيالاتو کې د توکم پالنې په هکله خبرې ټاکل شوې وه. دغه د توکم پالنې تور اوس په بايدن باندې هم پورې شوی دی يعنې په هغه چا پورې چې په نومبر مياشت کې به د متحده آيالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ په وړاندې په ټاکنو کې دريږي.
په دغه قسماً توده مرکه کې بايدن چارلمان ثاګود ته په خبرو کې او ټاکنو ته په کتو سره وويل: «زه تاسو ته يوه خبره کوم: که له دې پرېکړې سره مشکل لرئ چې آيا زما يا د ترمپ پلويتوب کوئ، نو تورپوستی به نه ياست.»
په انترنېټ کې سختې نيوکې او غبرګونونه
د خپرونې کوربه ورغبرګه کړه چې د اندېښنې خبره دا ده چې «دموکراتان د تورپوستو رايه ورکوونکو رايې عادي او حتمي ګڼي.»
خو د متحده آيالاتو پخواني مرستيال ولسمشر او د راتلونکو انتخاباتو کانديد بايدن وويل چې په لسيزو لسيزو يې د تورپوستانو په حلقو کې د کار او فعاليت له کبله د دغو رايه ورکوونکو رايې ګټلې دي او د مشهورو تورپوستو کسانو او رايه ورکوونکو له خوا «خورا ډېر ملاتړ» ورسره دی.
د بايدن يوې سلاکارې په تويتر کې په دې پسې وليکل چې د بايدن څرګندونې هسې ټوکې وې، خو په ټولنیزو رسنيو کې د «تاسو تور نه ياست» يا #YouAintBlack هېشتګ په دې وخت کې خپور شوی وو. ډېرو تورپوستانو د بايدن څرګندونې د هغوی د بې واکه کولو يوه هڅه وبلله.
تيم سکات چې د امريکا په سنا کې يوازنی تورپورستی جمهوري غوښتونکی سناتور دی، دا هم وويل چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې ۱،۳ ميليونه افريقايي امريکايانو ترمپ ته رايه ورکړې وه. د هغه په خبره «نن غرمه جو بايدن ستاسو هر يوه ته وويل چې تاسو تور نه ياست!»
«ځان مې بايد دومره هوښيار نه وای ګڼلی»
بايدن وروسته د خپلو «نامناسبو» څرګندونو له کبله بخښنه وغوښتله. دغه ۷۷ کلن سياستوال وويل: «ما بايد ځان دومره هوښيار نه وای ګڼلی. ما بايد دومره بې پروايي نه وای کړې.»
نوموړي په دې هم ټينګار وکړ چې د افريقايي ـ امريکايي ټولنې ملاتړ يې «هيڅکله هم داسې مفت نه و ګڼلی.» د هغه په خبره «هيڅوک بايد د خپل توکم، دين يا اصل له مخې د کوم خاص ګوند په نفع رايې ورکولو ته اړ نه کړل شي.»
دويچه ويله/ن ص/ا ا
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم وګورئ (۰۷. ۱۱. ۲۰۱۶)!
د دونالد ټرمپ او هيلري کلينټن په اړه په زړه پوري حقايق
داسې فکر کوئ چې د دونالد ټرمپ او هيلري کلينټن په اړه ډېر معلومات لرئ؟ ځينې شيان به مو هرومرو حيران کړي، مثلا دا چې دواړه د خپلو وېښتانو سره ځانګړې مينه لري. انځور: Reuters/J. Young د امريکا په متحده آيالاتو کې له ډېرې مودې راهيسې د دغو دواړو کانديدانو تر منځ سيالي روانه ده چې ډېر ژر به يې پايله هم معلومه شي. د هغوی څېرې د څه پاسه يوه کال راهيسې ورځ په ورځ ليدل کيږي. خو دواړه بيا داسې ځانګړتياوې هم لري چې ډېر نه په ګوته کيږي.
انځور: DW/M. Santos هيلري کلينټن د ايلينوي په آيالت کې په يوه محافظه کاره کورنۍ کې رالويه شوه. پلار يې د ټوکرو يا تکې سوداګر وو. په پېغلتوب کې دا جمهوري غوښتونکې وه چې د پخوانو ولسمشرانو ګولدواټر او نيکسون څخه يې ملاتړ کاوه. هغې بيا وروسته د دموکرات ګوند غړيتوب ومانه. وروسته يې خپل د سر وېښته هم لنډ کړل.
انځور: picture-alliance/dpa/Ron Sachs دونالد د سياسي خنډ په توګه په ځوانۍ کې ګرانه وه د دې اټکل وشي چې ټرمپ له کوم ګوند څخه ملاتړ کوي. پخوا به يې د دموکراتو کانديدانو ملاتړ کاوه لکه د بيل او هيلري کلينټن. د ده ځينې څرګندونې پخوا خورا ليبرال او آزادې وې. د ژوند په وروستي پړاو کې يې جمهوري غوښتونکي ګوند ته مخه کړه چې نور غړي ورته اوس د خنډ په سترګه ګوري.
انځور: Getty Images/AFP/T. A. Clary بيل او هيلري د جوړې په توګه هيلري کلينټن په دې هم مشهوره شوې ده چې د متحده آيالاتو له پخواني ولسمشر سره يې واده کړی دی. خو کله چې بيل غوښتل په ځوانۍ کې ورسره واده وکړي، نو هيلري دا وړانديز رد کړی وو. بيل څو ځله ورڅخه هيله وکړه څو هغې ورسره واده کولو ته زړه ښه کړ.
انځور: picture-alliance/AP/Greg Gibson ټرمپ د ښکلا د ملکو د مشر په توګه له ۱۹۹۶ تر ۲۰۱۵ کاله پورې ټرمپ د «ميس يونيورز» او د امريکا متحده آيالاتو د ښکلا د بېلابېلو سياليو ونډه لرونکی وو. داسې ويل کيږي چې د جامو بدلولو ځايونو ته به يې سر ورښکاره کاوه څو وګوري چې آيا هر څه ... سم دي که نه. په انځور کې د کاليفورنيا د ښکلا ملکه ورته ځکه په حيرانۍ سره ګوري.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lane د وال مارټ مغازو د بورډ لومړنۍ ښځينه غړې کلينټن لومړنۍ مېرمن وه چې د امريکايي وال مارټ نومو ارزانو مغازو د اجرائيوي هئيت غړې وه. دغه شرکت د خپلو کارکوونکو سره په ناوړه چلن تورنه ده. يو څو کاله وروسته هيلري خپله بيوګرافي هم په داسې يوه مغازه کې نندارې ته ايښې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/Jim Lo Scalzo د ټرمپ نورې سوداګريزې هلې ځلې سره له دې چې ټرمپ له املاکو سره تجارت شروع کړی وو، خو هغه په ډېر شمېر فلمونو او تلويزيوني نندارو کې هم کار کړی دی. هغه د فلمي لوبغاړو د ټولنې غړيتوب لري او په کال کې څه باندې ۱۱۰ زره ډالره له دې لارې ګټي. په ۲۰۰۷ کال کې ورته په هاليووډ کې دغه ستوری ډالۍ شو چې اوس اوس تازه ترميم شوی هم دی.
انځور: picture-alliance/dpa/N. Stern په دغه عکس کې بيل په ځير سره يوې غوا ته ګوري، خو هيلري ورسره بيا ډېره تجربه لري. د ۷۰ يمو کلونو په پای کې هغې د دې تجارت له لارې ۱۰۰۰ ډالره په کابو ۱۰۰ زرو ډالرو بدل کړل. ځينې منتقدين وايي چې د غواګانو په دغه تجارت کې فساد هم موجود وو، خو هيڅکله ورباندې دغه تور رسما پورې شوی نه دی.
انځور: Getty Images/AFP/S. Honda ټرمپ د حرفوي غېږې يا کشتي کج په نړۍ کې هم ډېر ځله راڅرګند شوی دی. د حرفوي غېږې د مشر، وينس مک ماهون، سره يې شايد اختلافات هم لرلي وي. اوس ټرمپ د سختو سياليو له پاره ډېر آماده شوی دی. داسې ښايي چې د دغې صحنې تکرار يې له هيلري سره هم خوښ شوی وای؟
انځور: Getty Images د لومړۍ مېرمن په توګه کلينټن په دې مشهوره وه چې مختلفې بڼې او د مود ډولونه به يې ښکاره کول. په ۱۹۹۶ کال کې د «وېنيتي فېر» مجلې ادعا وکړه چې په سپينه ماڼۍ کې يې ۴۳ ځله خپلو وېښتانو ته تغيير ورکړی وو. دغه ډول مود يې هغه مهال غوره کړی وو چې د مونيکا لېوينسکي په هکله غږېدله، يعنې هغه ښځه چې مېړه يې ورسره اړيکې درلودلې وې.
انځور: Getty Images/AFP/J. Naltchayan دونالد ټرمپ په دې ټينګار کوي چې هيڅکله يې هم الکول او سېګريټ نه دي څکلي. د ډېرو ادعاګانو څخه يې ښايي دغه يوه رښتيا وي. هغه څوک چې ورسره پېژني يا يې ورسره کتلي دي، دا خبره تائيدوي چې هغه دغه مواد نه کاروي. خو داسې هم ويل کيږي چې اصلي نشه په قدرت کې وي، که څنګه؟
انځور: Getty Images/AFP/K. Betancour د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه کلينټن د نورو پخوانو وزيرانو په پرتله له زياتو يعنې ۱۱۲ هېوادونو څخه ليدنه کړې ده. کله چې يې په ۲۰۱۳ کال کې خپله دغه وظيفه پرېښودله نو همکارانو ورته د امريکايي فوټبال داسې يو کميس ډالۍ کړ چې د ۱۱۲ شمېره ورباندې راغلې وه.
انځور: Getty Images/Department of State د دويمې مناظرې مخکې ټرمپ او کلينټن سره لاسونه ورنه کړل چې ډېر غبرګونونه يې راوپارول. خو دونالد په رښتيا سره نه غواړي چې چا ته لاس ورکړي. هغه د ميکروبونو څخه وېريږي. دغه ځانګړتيا نورو هم لرله، لکه مايکل جېکسن يا آدولف هيټلر.
انځور: picture alliance/AP Images/S. Walsh کلينټن، د ګرېمي جايزې ګټونکې ډېر شمېر مخالفين او يو شمېر پلويان هم د هيلري کلينټن آواز غوږ ته آزار ورکوونکی بولي. خو سره له دې هم هغې په ۱۹۹۷ کال کې د ګرېمي جايزه د «الفاظو د ښې شفاهي ادا» په برخه کې وګټله کله چې يې د خپلې بيوګرافۍ غږيزه بڼه بازار ته وړاندې کړه. په ورته کال کې سېلين ديون د تر ټولو ښه البوم په برخه کې عين جايزه وګټله. قضاوت خپله وکړئ.
انځور: picture-lliance/dpa د ټرمپ او د هغه د ژوند په هکله هر څه لا ستر او لا پړسېدلي برېښي. نو د هغه قانوني شاليد هم همداسې بوله. دغه جمهوري غوښتونکی سياستوال په څه نا څه ۳۵۰۰ حقوقي قضيو کې ښکېل وو چې د متحده آيالاتو په فدرالي او مرکزي محکمو کې څېړل شوي دي. دا د ګينس د رکارډونو کتاب ته د لار موندلو له له پاره کافي نه دي، خو بيا هم خورا ډېرې قضيې دي. يادونه: دونالد، ته بايد زياته هڅه وکړې!
انځور: Reuters/J. Young