1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

جو بایدن: خلک به ژر ایران آزاد کړي

۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعه

د امریکا ولسمشر د «ایران د آزادۍ» ژمنه وکړه او ويې ويل چې د اندېښنې وړ نه ده او ایراني اعتراض کوونکي به ډير ژر آزاد شي. بایدن دغه خبرې د ېوه انتخاباتي کمپاين پر مهال وکړې، خو د امریکا د اقدماتو په اړه ېې ډير څه و نه ويل.

Präsident Joe Biden
انځور: Saul Loeb/AFP

جو بایدن د پنجشنبې په ماښام د نومبر درېمه، د کاليفرنیا ایالت په څنډه کې پروت په میراکوستا کالج کې د یوې انتخاباتي غونډې پر مهال د «ایران د آزادۍ» ژمنه وکړه.

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر يو شمیر حاضرینو ته چې په لاسونو کې ېې په ايران کې د اعتراضي خوځښت په ملاتړ پلاکاټونه نيولي ول په غبرګون کې وويل: «اندېښنه مه کوئ، موږ ایران آزاد وو.»

د مهسا امیني د وژنی ۴۰ مه ورځ؛ په ایران کي د پراخو مظاهرو غوښتنه

د دغه رپوټ پر اساس، بایدن پرته له دې چې د «موږ» په اړه ډير جزئيات ورکړي، او دا چې څه تدابير په نظر کې نېول شوي دي، له ځنډ پرته زیاته کړه: «هغوی [اعتراض کوونکي] به ډير ژر خپل ځانونه آزاد کړي.»

سپېنه ماڼې لا تر اوسه چوپه خوله ده

رويټرز ليکي چې تر اوسه د سپېنې ماڼۍ د ملي امنيت شورا د جو بایدن خبرو په هکله څه نه دي ويلي او په دې اړه ېې د دغه خبري آژانس پوښتنې ته هم ځواب نه دی ورکړی.

په ايران کې د خلکو اعتراضونه ۷ اوونۍ مخکې پيل شوې چې د امنيتي چارواکو د تند چلند او د سپاه پاسداران د عمومي مشر حسین سلامي د څو ورځو مخکې خبرداري باوجود په شدت سره ادامه لري.

ایران پر دویچه ویله فارسي او څو اروپایي بنسټونو بندیزونه ولګول

دغه اعتراضونه په سپتمبر میاشت کې د یوې ايرانۍ، مهسا اميني تر نيول کيدو وروسته او بيا د توقیف پر وخت د مړېنې په غبرګون کې پيل شول چې ډير ژر پراخ او د حکومت ضد شکل ېې ونيوه.

مظاهره کوونکو له لومړۍ ورځې د ایران په مختلفو ښارونو او ولایتونو کې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د حکومت د سرکوبه کوونکي او محدود کوونکي سیاستونو پر ضد غبرګون ښکاره کړ. دوی د «مړ دې وي ديکتاتور» په څير د شعارونو په ورکولو سره د ایران ټول نظام او د هغه رهبر علي خامنه ای تر هدف لاندې راوستلی دی.

په بې سارې توګه د اعتراضونو پراخېدل او ادامه

په ایران کې اعتراضونهانځور: UGC

د ایرانيانو روان اعتراضونه د پراخوالي، قاطعیت او ادامې له مخې د ایران په اسلامي جمهوریت کې بې ساری دی چې د بهر میشته ایرانيانو او د نړۍ د هنري، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو له پراخ ملاتړ سره مخ شوی دی.

د سپاه پاسداران د خبرداري سربیره په ایران کې اعتراضونه دوام لري

په وروستيو کې د مهسا امیني د مړېنې تر څلويښتمې ورځې وروسته، دغه اعتراضونه یوه نوي پړاو ته داخل شول چې تقریباً هره ورځ پکښې د قربانيانو شمېر ډېريږي.

تېره ورځ د ایران په کرج کې د یو بل قرباني، حدیت نجفي، د مړېنې د څلويښتمې ورځي په مناسبت، ستر لاریون او مظاهرې وشوي. پولیسو په دغو مظاهرو کې يو ځل بیا د خلکو پر لور اوښکې بهونکي ګاز او جنګي ګولي وار کړې.

د فرانسې خبري آژانس، سپاه پاسدارن ته د نژدې رسنيو له قوله وايي چې د پنجشنبې ورځې له غرمې راهيسي «د کمال ښار په مربوطاتو کې د کرج- قزوين د لوېې لارې پر دواړو مسیرو د ترافيکو لوی ازدحام جوړ» او د اعتراض کونکو او امنيتي کسانو تر منځ «شدېدې نښتې» رامنځ ته شوي دي.

د م.م. د بشري حقونو نوي کميسار د ښځو حقونو ته »ضربې« اندېښمن کړی

د فارس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، مظاهره چیانو د تېرې ورځې په مظاهرو کې «په حصارک کې د پولیسو یوه کوچنۍ پوسته او د ګلدشت نه د خوارزمي پر لور پروت سړک باندې یو موټر سوځول شوی دی.»

ويل شوي چې د پنجشنبې ورځې په اخ و ډبونو کې یو بسیجي وژل شوی او څو تنه انتظامي ځواکونه ټپیان شوي دي. تر اوسه په دقیقه توګه روښانه نه ده چې تيره ورځ څه شمیر مظاهره کوونکي نيول شوي او یا ټپیان شوي دي.

د يو شمیر بشري سازمانونو د رپوټونو او اټکلونو پر اساس، د ایران په وروستيو اعتراضونو کې د وژل شوو کسانو شمیر نژدې ۳۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل