1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بایدن د همجنسبازانو د واده قانون لاسلیک کړ

۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

په واشنگټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته په زرگونو خلک راټول شوي ول او د «ودونو د دراناوي»قانون چې جمهور رئیس جو بایدن لاسليک کړ، په خوښۍ سره يې ولمانځه.

متحده ایالات | ولسمشر جو بایډن د ودونو د درناوي قانون لاسلیک کړ
انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance

په واشنگټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته په زرگونو خلک راټول شوي ول او د »ودونو د دراناوي« قانون چې جمهور رئیس جو بایدن لاسليک کړ، په خوښۍ سره يې ولمانځه.

بایدن د سپینې ماڼۍ په سویلي دالان کې د رابلل شويو مېلمنو ګڼې ګوڼې ته وویل: «نن ورځ ښه ورځ ده. نن امریکا د مساوات، ازادۍ او عدالت پر لور یو مهم ګام پورته کوي، نه یوازې د ځینو له پاره، بلکې د ټولو له پاره.»

د امریکا متحده ایالاتو  «LGBTQ» ټولنې د نوي قانون ستاینه وکړه چې دا د « تبعیض پر وړاندې مبارزه کې د نوي پړاو» په توگه گڼل کيږي.

بايدن د قانون لاسلیک کولو دمخه وویل: «دا د ودونو د دراناوي قانون په نوم یادیږي. متحده ایالات به یو داسې ملت شي چیرې چې شرافت، وقار او مینه د قانون له خوا پیژندل کیږي، دراناوی يې کیږي او خوندي کیږي.»

بایدن وویل: «دا قانون مینه ساتي او هر ډول کرکه ماتوي.» بایدن د يوه مذهبي کاتولیک په توگه په ۲۰۱۲م کال کې په یوه تلویزیوني مرکه کې ويلي ول، یوازنۍ پوښتنه دا ده: «تاسو له چا سره مینه لرئ او تاسو به هغه چا ته وفادار یاست چې تاسو ورسره مینه لرئ؟»

انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance

د بایدن دغه څرګندونې په هغه وخت کې د بم په شان وې، ځکه چې ولسمشر بارک اوباما، چې په هغه وخت کې د دویمې دورې له پاره نوماندي چمتو کوله، لا تر اوسه په عامه توګه د همجنسو واده په اړه خبرې نه وې کړې او لاهم په سیاسي توګه د غوره ستراتیژۍ په لټه کې و. حساسه مسله، په ښکاره ډول د مرکې څرګندونو اوباما تر فشار لاندې راوست چې خپله اصلي غوښتنه ښکاره کړي- او لږ وخت وروسته- په یوه مرکه کې هغه هم د همجنسبازانو د واده په حق کې خبرې وکړې.

د امریکا کانګرس تېره اوونۍ دغه قانون تصویب کړ. دا د تبعیض پر وړاندې مبارزه کې یو مهم ګام ګڼل کیږي. په حقیقت کې د همجنسبازانو ودونه د سترې محکمې د پریکړې له مخې قانوني کیږي.

د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند په استازو مجلس کي اکثريت تر لاسه کړ

د امريکا د استازو مجلس کې ۲۵۸ وکيلانو د «ودونو د دراناوي قانون» په حق کې او ۱۶۹ مخالفي رايې ورکړې. دغه قانون د جمهوري غوښتونکو رایې هم ترلاسه کړې. د نوومبر مياشتي په پای کې د دغه قانون متن چې دواړو اړخونو د اوږدو خبرو اترو په لړ کي پرې کار کړی وو، په مشرانو جرګه کې له ۶۱ څخه تر ۳۶ رایو سره يې پرېکنده خنډ له منځه ولاړ.

دوه پر دریمه برخه امریکایان د همجنسبازانو د واده ملاتړ کوي

دغه قانون د ۱۹۹۶م کال د واده د دفاع قانون بدلوي. هغه قانون چې د هغه وخت د ولسمشر بل کلنټن له خوا لاسلیک شو، په فدرالي کچه واده يې د نارینه او یوې ښځې ترمنځ د اتحاد په توګه تعریف کړی.

دغه قانون اجازه ورکړه چې په نورو ایالتونو کې تړون شوي د همجنسبازو ودونه ونه پیژني. د »واده قانون ته دراناوي« دغه پخوانی اوصول بدلوي او ۵۰ ايالاتونه ورته  پیژندنې ته اړ باسي.

د امريکا متحده ایالاتو لوی اکثریت په دوبي کې د نظر پوښتنې له مخې تر ۷۰ سلنې ډېر پوښتل شوي کسان د همجنسو د ودونو ملاتړ کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب