1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جکارتا: ترافيکي پيښه کې زده کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۱ شهریور ۹, چهارشنبه

د اندونیزیا د پلازمېنې په څنډه کې د چهارشنبې په ورځ یوه ترافيکي پيښه کې لس کسان مړه شوي چې ډېری ېې د ابتدائيه ښوونځي زده کوونکي دي. د پېښې ټپيان روغتونونو ته رسول شوي دي.

Bus in Indonesien Jakarta
د اندونیزیا پلازمینه جکاراتا کې بس موټرونه - د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/B.Ismoyo

پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې يوې لارۍ چې اوسپنه ېې ليږدوله، د ښوونځي مخې ته د بس يو تمځای سره ټکر وکړ.
د اسوشيتيد پریس خبري آژانس د رپوټ په حواله د پېښې پر وخت زده کوونکي د ښوونځي تر رخصتېدو وروسته د بس په تمځای کې د بس راتلو ته ولاړ ول.

زیاته شوې ده چې د پېښې په ځای کې شاوخوا ۲۰ زده کوونکي موجود ول او هغه چې ټپيان شوي دي دوو روغتونونو ته ليږدول شوي دي.

دغه پيښه د شرقي جکارتا او بکاسي سيمې تر منځ د غځېدلي عمومي سړک پر غاړه رامنځ ته شوې ده. د لارۍ چلوونکی هم مړ شوی دی او د جکاراتا د پولیسو مشر، لطیف عثمان وويل چې هغه ېې د تحقیقاتو د یوې برخې په توګه توقیف کړی دی.

لارۍ ېوه مخابراتي پاېه هم وهلې او چپه شوې ده او له یو موټرسایکل او پيک اپ موټر سره هم جنګېدلې ده. لا تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو دليل روښانه نه دی. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب