1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي د افغانستان په جگړه کې د امريکا پر نقش نيوکې وکړې

۱۳۹۶ آذر ۶, دوشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه هيواد کې د روانې جگړې او د ترهگرې ډلې داعش د پياوړي کيدو مسئوليت پر امريکا متحده ايالاتو اچولی دی. هغه په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د شمير زیاتیدل هم د حل لاره نه ویني.

FILE PHOTO - Former Afghan president Karzai speaks during an interview in Kabul
انځور: Reuters/Omar Sobhani

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې دمگړۍ په آلمان کې دی، له ناشر يورگن توتنهوفر سره په مرکه کې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د شمير د زياتولو پلان ته په کتو سره وويل چې دا د حل لار نه ده.

حامد کرزی چې د ۲۰۰۱ م تر ۲۰۱۴ م کال پورې د افغانستان ولسمشر وو، د طالبانو پر ضد جگړه کې د امريکا کلک متحد او همکار وو. نوموړي په خپله دغه مرکه کې چې د «برلینر څایتونګ»  په نوم آلمانۍ ورځپاڼه کې خپره شوې، پر واشنگټن نيوکه کړې چې په افغانستان کې یې د يوه فعاله دولت د رامنځته کولو له پاره د ملت جوړونې حقیقي پلان نه درلود.

ده وويل: « په افغانستان کې د دوی (امريکايانو) اصلي موخه زموږ په سيمه کې په نړيواله سيالۍ کې مخکښه کيدل دي.»

ده زياته کړه چې امريکا په دې ترڅ کې اتومي ځواکونو روسیې، چين هند او پاکستان  او همدا راز ايران سترگې ته اړولې وې، چې ټول په سيمه کې يو نقش لوبوي.

کرزي زياته کړه چې هېواد یې په دې توگه د «بهرنيو قدرتونو تر منځ د سیالۍ ميدان» گرځيدلی. هغه زياته کړه: «د سولې د  بين الافغاني پروسې تر ټولو ستر خنډونه امريکا او پاکستان دي.»

کرزي مخکې وويل چې په افغانستان کې د امريکا جگړه د خلکو د غوسې سبب کیږي او په دې توگه يې د دغه هيواد له پاره د گټې څخه تاوان زيات دی.

کرزي په خپلو خبرو کې وويل چې که امريکا غواړي د ترهگرۍ پر ضد جگړې کې بريا ترلاسه کړي نو د «سيمې د معتبرو قدرتونو روسیې، چين او ایران سره بايد د همکارۍ» هڅه وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر ډيريدو هم نيوکې وکړې. امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کې په روان ۲۰۱۷ م کال کې د تير ۲۰۱۶م کال په پرتله درې برابره زيات بمونه غورځولي دي چې دې کار سره د ملکي قربانيانو شمير هم لوړ کړی دی.

د امريکا متحده ايالاتو د فشارونو په نتيجه کې د ناټو غړو هيوادونو هم دې ته چمتووالی ښوولي چې د افغانستان د ماموريت له پاره  د خپلو عسکرو شمير د ۱۳۰۰۰ څخه ۱۶۰۰۰ ته لوړ کړي. په دې کې به د امريکايي عسکرو شمير تر ټولو زيات وي. امريکا همدا راز د ناټو د روزنيزو ځواکونو سربيره په افغانتسان کې جنگي ځواکونه هم لري.

b.s/s.r (dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل