1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي په استانبول کې له محمد محقق سره لیدلي

۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبه

حامد کرزي د ترکیې په استانبول ښار کې له محمد محقق سره د ليدنې کتنې پر مهال «د افغانستان مسئلې د حل لپاره پر ملي او بین الافغاني مذاکراتو ټينګار کړی دی.»

Russland Moskau | Treffen von Politikern aus Afghanistan mit Taliban-Vertretern | Hamid Karzai
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ترکیې کې د وحدت اسلامي ګوند له مشر محمد محقق سره  لیدلي دي. محمد محقق په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ترکیې په استانبول ښار کې په دې لیدنه کې «د هېواد د روانو مسایلو پر سر خبرې شوي او نظرونه یې سره تبادله کړي دي.»
همدارنګه د ښاغلي محقق په فیسبوک پاڼه کې هم د دې لیدنې په اړه لیکل شوي: «دواړو لوریو د افغانستان د مسئلې د حل لپاره پر ملي او بین الافغاني خبرو اترو ټینګار کړی دی.»
تر دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په برلین کې د پخواني حکومت د عدليې له وزیر فضل احمد معنوي سره کتلي وو. معنوي د مقاومت جبهې له غښتلو غړو څخه دی.
د راپورونو له مخې حامد کرزي له جرمني څخه ترکیې ته سفر کړی دی.
د پخواني حکومت ډېری چارواکي او د مقاومت جبهې جوړه شوې شورا هم په ترکیه کې ميشته ده. تر اوسه څرګند شوی نه ده چې حامد کرزي نور ملاقاتونه هم لرل او که څنګه. 
حامد کرزی د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ د طالبانو حکومت له خوا د سفر له بندیز سره مخامخ شو.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب