1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزی: امریکا په افغانستان کې فساد ته وده ورکړې

۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبه

پخوانی ولسمشر حامد کرزی استدلال کوي چې واشنګټن په افغانستان کې فساد ته زمینه برابره کړې او دا چې په دې هیواد کې یې په تیرو دوو لسیزو کې له حساب ورکولو پرته سلګونه میلیونه ډالر مصرف کړي دي.

Symbolbild | Dollar Scheine
انځور: picture-alliance/dpa/AFP Creative

د سه شنبې په ورځ ( د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۱۰مه نیټه) پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې په افغانستان کې د شته فساد پړه پر امریکا متحده ایالاتو واچوله. کرزي د هغو امریکايي سندونو په هکله چې ګواکې امریکايي ولسمشرانو د افغانستان د جګړې په تړاو خپل خلک تیر ایستلي دي ویلي چې واشنګټن په تیرو دوو لسیزو کې له حساب ورکونې پرته سلګونه میلیونه ډالر مصرف کړي چې دغه څه د فساد سبب ګرځیدلي دي.

پخواني ولسمشر له یاد خبري آژانس سره په مرکه کې همدا راز وویل چې هغه سندونه چې واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې ترلاسه کړي، د اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د امریکايي پیسو د مصرف په برخه کې د هغه د شکایتونو تائید کوي. په دغو سندونو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم داسې ولسمشر بلل شوی چې «د یوه تنظیم شوي فاسد» حکومت مشري یې کوله، خو کرزي بیا د خپل واک په موده کې هر راز ناسم کارونه رد کړي دي. ولسمشر کرزي په دې برخه کې دغه موضوع رد نه کړه چې ګواکې د هغه د حکومت ځیني جګپوړو چارواکو په فساد کې لاس درلود.

څو ورځې وړاندې، د واشنګټن پوسټ په نامه د امریکايي ورځپاڼې له لوري ترلاسه شوي د زرګونو پاڼو دغو سندونو په ډاګه کړې چې د امریکا حکومتونو په افغانستان کې د بریاوو په هکله درواغ ویلي او خپلې ناکامۍ یې پټې ساتلي دي. په افغانستان کې د امریکايي مالیه ورکوونکو د شاوخوا یو تریلیون ډالر تر مصرف وروسته او تر شاوخوا ۱۸ کلونو وروسته، طالبان اوس تر پخوا ډیر غښتلي شوي او د افغانستان ډیری سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په یاده مرکه کې همدا راز ویلي چې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په برخه کې سلګونه میلیونه ډالر مصرف کړي او دا چې د یادو پیسو ډیری برخه قراردادیانو او شخصي امنیتي شرکتونو ته ورکړل شوي دي کوم چې په خبره یې د فساد سبب ګرځیدلي دي.

کرزي د مرکې په یوه برخه کې ویلي چې موږ څه کولی شوای؟ د هغه په خبره دا د امریکا پیسې وې چې دلته راتلې، د دوی له لورې مصرفیدلې او پر داسې لارو مصرفیدلې چې له افغانستان سره یې مرسته نه ده کړې. پخواني ولسمشر حامد کرزي همدا راز استدلال کړی چې د پیسو د مصرف په برخه کې حساب ورکوونه موجوده نه وه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل: «زه خوښ یم چې دغه راپور خپور شوی دی او زه هیله من یم چې دغه څه به د امریکا د خلکو له پاره د سترګو د خلاصیدو سبب وګرځي او دا چې اوس به د امریکا حکومت د افغانستان په برخه کې د خپل چلن په بدلولو پېل وکړي.»

حامد کرزي ویلي چې امريکا له حساب غوښتنې پرته په زرونه میليونه ډالر مصرف کړيانځور: DW/U. Wagner

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنتاګون د دوشنبې په ورځ د یادو سندونو تر خپریدو وروسته ویلي چې د کانګرس یا د امریکا د خلکو د تیرایستلو له پاره هیڅ اراده نه وه موجوده او دا چې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د ننګونو او ستونزو په برخه کې د خلکو استازو ته په دوامداره او منظمه توګه معلومات ورکړي دي.

دا په داسې حال کې چې اوسمهال د ترمپ اداره په دې هڅه کې ده چې د افغانستان د اوږې جګړې د پای له پاره له طالبانو سره یوه توافق ته ورسیږي چې په پایله کې به یې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د اخراج زمینه هم برابره شي.

د شنبې په ورځ د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد تر اوږده ځنډ وروسته د لومړي ځل له پاره د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره د مذاکراتو تازه رسمي پړاو پیل کړ. د افغان سولې له پاره د طالبانو او امریکا ترمنځ دغه مذاکرات په تیره سپتمبر میاشت کې د ولسمشر ترمپ له لوري لغوه شوي وو.

په دغو مذاکراتو کې هڅه کیږي چې طالبان وهڅول شي چې په لومړي سر کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه راټیټه او بیا وروسته یو اوربند ټینګ شي. د امریکا د حکومت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد اوسمهال په دې هڅه کې دی چې د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

دغه مذاکرات یو ځل بیا داسې مهال پیلیږي چې همدا نن په کابل کې د امریکايي ځواکونو په تر ټولو سترې پوځي اډې ډله ایز بریدونه وشول چې په پایله کې د ګڼ شمیر ملکیانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی. تیر ځل ولسمشر ترمپ په کابل کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د امریکايي سرتیرو تر وژل کیدو وروسته له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړي وو. طالبان کابو په ورځني ډول پر حکومتي بنسټونو او افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي چې په پایله کې یې ګڼ شمیر ملکیان هم وژل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل