حامد کرزی: د بيان آزادي پر شا تلونکې نه ده
۱۳۹۲ بهمن ۱, سهشنبه![](https://static.dw.com/image/17044368_800.webp)
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر رسني وایي، په افغانستان کې له دې سره سره چي په سوونو تلویزیونونه، راډیوگانې، ورځپاڼې او نوري رسنې فعالیت کوي، بیا هم د بیان د آزادۍ پر وړاندي ډیري ستونزي موجودې دي.
ولسمشر کرزي د سه شنبې په ورځ د بیات د رسنیو د مرکز د پرانیستنې پر مهال په کابل کې وویل: «دا یو لوی پرمختگ دی او د پام وړ وده ده. موږ په خپله د دې بنسټ ایښی دی. دا روښانه خبره ده چې د رسنیو، تلویزیونو او ژورنالیزم آزادۍ به د پخوا په شان پر مخ ولاړه شي او راتلونکی حکومت هم باید پر همدې لاره روان وي. نور نو له دې لاري پر شا نه شو تلای.»
د رسنیو په برخه کې یو شمیر فعالان هم په دې باور دي چې په افغانستان کې د رسنیو په برخه کې د تیرو لسو کلونو پرمختگونه په سیمه کې بې ساري دي. هغوی استدلال کوي چې د سیمې هیڅ هیواد هم د افغانستان په شان د بیان آزادي نه لري.
په اوس وخت کې په افغانستان کې رسني پر حکومت باندي په آزاد ډول نیوکې کوي او د فساد، لږ کار او اختلاس په اړه رپوټونه خپروي.
د افغانستان د خبریالانو د ټولني مشر عبدالحمید مبارز، په دې غونډه کې وویل: «موږ کولای شو په ویاړ سره ووایو چې موږ د بیان د آزادۍ په برخه کې په سیمه کې سیال نه لرو. زموږ په گاونډیو هیوادونو کې د بیان د آزادۍ درناوی په هغه ډول نه کیږي لکه څرنگه چې په افغانستان کې کیږي.»
د بیان د آزادۍ پر وړاندي ستونزي
له بلې خوا بیا په افغانستان کې یو شمیر خبریالان او رسنې تر نامساعدو شرایطو لاندي کار کوي. د خبریالانو گواښل، د هغوی وهل او هغوی ته توهین کول هغه ستونزې دي چې افغان خبریالان ورسره وخت نا وخت مخامخیږي.
د خبریالانو د ملاتړ موسسې مشر مجیب خلوتگر، وایي چې افغان خبریالان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي. هغه زیاتوي چې افغان حکومت معلوماتو ته د لاسرسي قانونه نه تصویبوي او له همدې کبله خبریالان نه شي کولای په اسانۍ سره معلومات ته لاسرسی پیدا کړي.
خلوتگر زیاتوي چې افغان امنیتي سازمانونه او د علماوو شورا هم په ځینو مواردو کې پر رسنیو باندي فشارونه اچوي: «د پولیسو بد چلند، د دفاع په وزارت کې بد چلند، خبریالان له ستونزو سره مخامخ کړي دي.»
خلوتگر روښانوي چې د حکومت فشارونو، د زورواکانو گواښونو، ناامنيو او د طالبانو فشارونو په افغانستان کې د رسنیو کار ستونزمن کړی دی.
په عین حال کې له خبریالانو څخه د دفاع یو شمیر سازمانونه وایي چې حکومت په تیرو لسو کلونو کې د هغو خبریالانو دوسیې په جدي توگه څېړلي نه دي چې د دندې پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.