حامد کرزی هند، جرمني او برتانيې ته روان دی
۱۳۸۹ بهمن ۱۳, چهارشنبه![افغان ولسمشر حامد کرزی](https://static.dw.com/image/6418007_800.webp)
سرچيني چي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل سي وويل چي، ولسمشر به لومړۍ په نوي ډهلي کي تم سي او هلته به د هغه ملک له لومړي وزير من موهن سينګ او ولسمشري سره وګوري.
هند له افغانستان سره د مرسته کونکو مخکښو هيوادونو په کتار کي ډير لوړ ځای لري چي ويل کيږي د طالبان دواکمنۍ له ړنګيدو وروسته يې له افغانستان سره څه باندي دري زره مليونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده.
هند په افغانستان کي پراخ حضور لري او د افغانستان بل ګاونډي پاکستان د هند له حضور څخه په ويره کي دی.
اسلام آباد څو ځله له کابل څخه غوښتي چي په خپله خاوره کي د هند اغيز کم کړي ځکه دغه کار د دوی ملي امنيت ته ګواښ جوړوي. خو افغان حکومت وايي چي دوی له جګړه ځپلي هيواد سره د هر ملک مرستو ته ښه راغلاست وايي.
تيره اونۍ ولسمشر کرزي د پارلمان د پرانيستي په غونډه کي وويل چي دی ټولو ګاونډيانو ته ډاډ ورکوي چي له خاوري به يې نور بهرنيان د دوی پر ضد هيڅ راز تخريبي پلان جوړ نه کړي.
د ارګ سرچيني همدا راز وويل چي ولسمشر کرزی به له هند وروسته د اروپا په لور وخوځيږي.
په قوي احتمال د کرزي د سفر دوهم ځای اروپا ښودل سوې.
سرچيني وويل چي نوموړي به د برتانيې له لومړي وزير سره د افغان ماموريت پر سر خبري وکړي او هڅه به وکړي چي خپلو کورنيو ځواکونو ته د دغه ملک مالي او تجهيزاتي ملاتړ را خپل کړي.
پر افغان دولت فشار دی چي تر ۲۰۱۴ کال پوري بايد خپل ځواکونه پر پښو ودروي تر څو د ملک ټولي امنيتي چاري له بهرنيو ځواکونو په خپل لاس کي واخلي.
افغان ولسمشر او ورسره پلاوي به چي د ملي امنيت سلاکار ډاکټر سپنتا، د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول او د ملي دفاع وزير هم ورسره دي له برتانيې وروسته له آلمان څخه هم ليدنه وکړي.
ټاکل سوي چي نوموړي به په آلمان کي له لومړۍ وزيري انګيلا مرکل سره وګوري.
د آلمان پارلمان د تيري مياشتي په ورستيو کي د خپلو سوله ساتو سرتيرو ماموريت د يوه بل کال لپاره په افغانستان کي تمديد کړ.
د دغه ملک ډيري سرتيري د افغانستان په شمالي ولايتونو کي ځاي پر ځاي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل