په افغانستان د پاکستان هوایي برید غبرګونونه پارولي
۱۴۰۴ اسفند ۲۶, سهشنبه
طالبان وایي پاکستان دوشنبه شپه د (فبرورۍ په ۱۶ مه) کابل کې د روږدو کسانو په یوه ۲۰۰۰ بستریز روغتون برید کړی چې لږ ترلږه ۴۰۰ کسان یې وژلي او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړي دي. دغه برید کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلې فیسبوک پاڼې دغه برید په سختو ټکو غندلی او ویلي دي : «که پاکستان خپله ګټه او سیمه ییز ثبات غواړي، نو باید په خپلې ناسمې پالیسۍ بیاکتنه وکړي»
د دغه برید په تړاو چې ویل کیږي تر ډیره پکې روږدي کسان قرباني شوي د افغانستان د کرېکټ لوبغاړي او پخواني کپتان راشد خان هم خواشيني څرګنده کړې ده.
نوموړي په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي: «پر کابل د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو کې د سلګونو ملکي وګړو په وژنه او ژوبلېدو سخت دردېدلی یم، او دا وحشیانه برید په کلکو ټکو غندم.»
نوموړي دغه راز په ملګرو ملتونو او د بشر حقونو په نورو نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې د دغې پیښې بشپړه څیړنه وکړي.
د افغانستان د پخواني حکومت اجرایویي مشر عبدالله عبدالله هم د دغه برید د غندلو ترڅنګ ویلي :«د ملکي وګړو او د عامه خدمتونو د مرکزونو په نښه کول، چې باید د خلکو لپاره خوندي ځایونه وي، د انساني اصولو او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او دا ډول کړنې په هېڅ بشري معیار کې د منلو وړ نه دي.»
د پاکستان او طالبانو تر منځ شخړه د تیرې میلادي میاشتې فبرورۍ له په روستیو کې پیل شوې چې دواړوه خواوې یو بل ته د درنو تلفاتو ادعا کوي.
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضیعت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي چې دی په افغانستان کې د پاکستان هوايي بریدونو او د غیر نظامي کسانو وژلو « ناهیلی» کړی دی.
نوموړي له دواړو خواو غوښتي چې » تاوتریخوالی« کم کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې به خپرولو سره له دواړو خواوو د زغم او ارامه پاتې کیدو غوښتنه کړې.
افغانستان د ملګرو ملتونو مرسندیوه ادارې یوناما تیره جمعه ( د مارچ ۱۳ مه ) ویلي و چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په شخړه کې چې د فبرورۍ له ۲۶ مې پیل شوې وه، افغانستان کې ۷۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهیسې پاکستان وخت ناوخته ادعا کوي چې له هېواد یې د افغانستان له خاورې څخه د پلان کيدونکو بريدونو هدف ګرځي او په افغانستان کې د طالبان واکمنېدو پاکستاني طالبان هم زړور کړي دي، هغه ادعاوې چې طالبان یې په کلکه ردوي.