1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حجاب په آلمان کې د مسلمانانو د بحث اصلي موضوع ده

۱۳۹۹ شهریور ۴, سه‌شنبه

حجاب د ځينو له پاره دا په اسلام کې د ښځو تر فشار لاندې ساتلو یوه نخښه، خو د نورو له پاره بیا دا د مذهب د آزادۍ او هغه څه په معنی ده چې ښځې یي پخپله د انتخاب حق لري.

Deutschland Berlin-Neukölln, Straßenszene
انځور: picture-alliance/dpa/W. Rothermel

د پوړني پر سرولو مسئاله په آلمان کې د مسلمانانو ترمنځ د بحث عمده موضوع ده. د پوړني یا د ښځو څادر چې په آلماني کې ورته «کُپف ټوخ» وايي د ښځو د سرپټونې مختلف ډوله څادرونو ته وايي چې یو له هغو څخه جلباب هم دی.

جلباب د اروپایي ښځو پړوني ته ورته دی چې د سر، اُږې او سینې پر مخ اچول کیږي. دویم نقاب چې د سر ترڅنګ ټول مخ پرې پټیږي او یوازې سترګې ترې معلومیږي، خو د لزوم په صورت کې خپلې سترګې هم پټولی شي.

دریم چادر یوه اوږده ټوټه ده چې ډيري وختونه تور رنګ لري او له نقاب سره یوځای د ټول بدن د پټولو له پاره ترې استفاده کیږي. یو بل ځانګړی شکل یي بیا چادري ده چې ټول بدن پرې په بشپړ ډول پټیږي او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یي ښځو ته پر سر کول جبري ول.

په اسلامي نړۍ کې د ديني علماو ترمنځ په دې اړه د نظر اختلاف موجود دی چې ښځې په عام محضر کې باید په کوم شکل خپل بدن پټ کړي. د یو شمیر کسانو په نظر د ښځو د حجاب موضوع په قران کریم کې ډیر واضح نه ده.

ځنې مسلمانان د ښځو له پاره د پوړني یا حجاب اغوستل د فرضیت موضوع ردوي او وایي چې په قران کریم کې په دې اړه په صریح ډول حکم نه دی شوی او دا کیدای شي د اسلام د پيغمبر حضرت محمد ص په وخت کې د دود کلتور یوه برخه وي.

په هغو اسلامي هیوادونو کې چې حکومتونو یي د لویدیځ د ماډل په شکل اصلاحات رامنځته کړي دي او یا یي هم د رامنځته کولو هڅه کړې ده کوښښ شوې چې د اسلامي حجاب کوډ ختم کړای شي. دا کار تر ټولو په لومړي قدم کې په ترکیه کې په افراطي توګه عملي کیږي.

برعکس په داسې هیوادونو کې بیا اسلامي حجاب د لویدیځ د ماټیریالیستي کلتور استازي کوونکو حکومتونو پر وړاندې د اعتراض نخښه بلل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب