1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

د لبنان حزب الله ډلې د خپل رهبر وژنه تائيد کړه

۱۴۰۳ مهر ۷, شنبه

د لبنان حزب الله ډلې د شنبې په ورځ ومنله چې رهبر ېې حسن نصرالله د اسرائيل په یوه حمله کې وژل شوی دی. د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان اسرائيل په لبنان کې پر «نسل وژنې» تورن کړی. ایران هم د خپل يو جنرال وژنه تائيد کړې.

د لبنان حزب الله رهبر حسن نصرالله
د لبنان حزب الله ډلې د شنبې په ورځ تائيد کړه چې رهبر ېې حسن نصرالله د اسرائيل په هوايي حمله کې وژل شوی دیانځور: Vahid Salemi/picture alliance/AP

لبنانۍ وسله والې ډلې حزب الله د شنبې په ورځ د اسرائيل په یوه هوايي حمله کې د خپل اوږدې مودې رهبر، حسن نصرالله، وژنه تائيد کړه. نصرالله د بيروت په یوه کلي کې وژل شوی دی.

۶۴ کلن حسن نصرالله یو روحاني وو چې له څه باندې ۳۰ کلونه راهیسي ېې د حزب الله ډلې رهبري پر غاړه درلوده. هغه د خپلې رهبرۍ په موده کې وشو کړی دغه وسله واله لبنانۍ ډله ځواکمنه کړي.

د حسن نصرالله تر قیادت لاندې حزب الله شیعه سازمان وتوانيد چې په لبنان کې د یو ځواکمن سیاسي نفوذ څخه برخمن او دغه راز حزب الله په سیمه کې د یوې ځواکمنې پوځي ډلې په توګه وارزول کيږي.

د حسن نصرالله وژنه تر دې مهال پر حزب الله د اسرائيل له لوري تر ټولو ستره ضربه ته چې وارد کيږي.

د اسرائيل دفاعي ځواکونو تر دې مخکې د شنبې په ورځ وويل چې حسن نصرالله ېې د بېروت په يوه کليوالي سیمه کې د یوې هدفي حملې په ترڅ کې له منځه وړی دی.

وروسته له هغې چې حزب الله د خپل رهبر وژنه تائيد کړه، د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وويل چې اسرائيل په لبنان کې د «نسل وژنې» مرتکب ګرځي.

اردوغان پر اکس شبکه ليکلي: «لبنان او د لبنان خلک د نسل وژنۍ، اشغال او تهاجم سیاست وروستی هدف دی، کوم چې د اکتوبر له ۷مې د اسرائيل له خوا ترسره کيږي.»

د یو بل خبر له مخې، په بېروت کې د اسرائيل په دغه حمله کې د ایران د سپاه پاسداران د نيمه پوځي ځواکونو یو جنرال هم وژل شوی دی.

اسوشتيد پریس خبري آژانس ليکي چې د جنرال عباس نيل فروشان وژنه، په غزې تړانګه کې د اسرائيل-حماس د یوې کلنې جګړې په جریان کې د ایران له پاره تر ټولو وروستۍ ضايعه ده.

د ایران تايمز په نوم ایرانۍ رسنۍ رپوټ ورکړی چې ۵۸ کلن جنرال نیل فروشان هم په لبنان کې د اسرائيل په هغه حمله کې وژل شوی چې د نصرالله په کې وژل شوی دی. د ایران د قضائيه قوې مرستیال، احمد رضاپور خاقان هم د نیلفروشان وژنه تائيد کړې ده.

خاقان دا هم ويلي دي چې ایران د نړیوالو قوانینو پر اساس، د غچ اخیستلو حق لري.

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا نیلفروشان د «لبنان د خلکو د ميمله» په توګه ښودل دی.

(AFP,AP,dpa)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل