1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حزب الله له اسرائیلي عسکرو سره د جگړو خبر ور کړی دی

۱۴۰۳ مهر ۱۱, چهارشنبه

حزب الله د خپلو معلوماتو له مخي د هغو اسرائیلي سرتیرو سره جگړه کړې ده چي د لبنان په خاوره کي یې د پرمختگ پلان درلود.

Libanon Hisbollah Militärübung 2023
انځور: Anwar Amro/AFP/Getty Images

حزب الله د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر۲) څرگنده کړې ده چي دغه ایران پلوه ملېشه "د اسرائيل د پياده ځواک د دښمن" په وړاندي ودریدله، چي هڅه يې کوله د اداجسيه کلي ته ننوزي. سربیره پر دې د حزب الله جنگیالیو د اسرائیل په خاوره کي د پوځيانو«پر دریو مختلفو مرکزونو» د توغنديو بريدونه کړي دي.

داسرائیل  پوځ په اوس وخت کي په لبنان کي د ایران په ملاتړ حزب الله ملېشو پر وړاندي له پرله پسې هوايي بریدونو څخه کار اخلي او د سه شنبه په ماښام یې د خپلو معلوماتو له مخې په دغه گاونډي هیواد کی«محدود» مځکني عملیات  پیل کړي دي.

د تیرې جمعې په ورځ د حزب الله مشر حسن نصرالله، د اسرائیل په یوه هوايي برید کي ووژل سو. د سه شنبه په ماښام ایران پر اسرائیل باندي د څو میاشتو په ترڅ کي دوهم ځل په مستقیم ډول توغندي فیر کړل. هغه څه چي د ایران انقلابي گارد، د نصرالله او په تهران کي په جولای میاشت کي د حماس پر مشر، اسماعیل هنیه باندي، اسرائیل ته منسوب سوي مرگوني برید، جواب بللی دی.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب