حزب الله د خپل تر ټولو لوړپوړي قوماندان وژل کیدل تأیید کړل
۱۴۰۴ آذر ۳, دوشنبه
حزب الله په یوې لنډې اعلامیې کې، چې د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د نومبر ۲۳) خپره سوه، طباطبایی "یو ستر جهادي قوماندان" وباله خو د هغه د دقیقې دندې له یادولو څخه یې ډډه وکړه.
د لبناني امنیتي منابعو او حزب الله ته نیژدو رسنیو د خپرو سویو معلوماتو له مخې، په دغه برید کې چې د یکشنبې په ورځ ترسره سو، پر هیثم علي طباطبایی سربیره د حرب الله نور څلور غړي هم وژل سوي دي.
اړوند:امریکا لبنان ته د حزب الله د بې وسلې کولو له پاره ۲۳۰ میلیونه ډالره ورکوي
هیثم علي طباطبایی د حزب الله تر ټولو لوړپوړی قوماندان دی چې د ۲۰۲۴ م کال د نومبر پر ۲۷ مه، د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د اوربند له رامنځته کیدو وروسته وژل کیږي. په پلان کې وه چې دغه اوربند به چې د امریکا متحده ایالاتو او فرانسې په منځگړیتوب ترلاسه سوی دی، د دواړو خواوو ترمنځ د څه د پاسه یو کال سرحدي شخړو او سختو نښتو ته د پای ټکی کښیږدي.
ایران پر روحاني مشر، خامنه اي له ممکنه برید څخه خبرداری ورکړی
د ایران د استخباراتو وزارت پر روحاني مشر، آیت الله علي خامنه اي باندې له ممکنه بهرني برید څخه خبرداری ورکړی دی.
د استخباراتو وزیر، اسماعیل خاطب د شنبې په ورځ د ايسنا خبري آژانس ته وويل: «"دښمن" پر خامنه یي د برید هدف لري، "ځیني وخت د بریدونو او ځیني وخت د دښمنانه حملو" په مرسته.»
دا معلومه نه وه چې نوموړی وزیر کومې ځانگړې پیښې ته اشاره کوله او که څنگه. ایراني چارواکي ډیری وختونه د بهرنیو دسیسو په اړه له ادعا سویو تورونو څخه خبرې کوي. په هرحال، د جون په میاشت کې د اسراییل او ایران ترمنځ د دولس ورځنۍ جګړې په جریان کې د خامنه اي په وړاندې د ګواښونو په اړه څرګندونې نادرې وې.
اسراييل د جون په میاشت کې پر ایران له دې امله برید ترسره کړ چې هدف یې د تهران له خوا د اټومي بم د جوړولو مخه نیول وو. امریکا د اسراییلو په پلوۍ په دغه جگړه کې مداخله وکړه او په فردو، نطنز او اصفهان کې یې د ایران اټومي تاسیسات بمبار کړل. له دولسو ورځو جگړو وروسته، د اسراییلو او ایران ترمنځ اوربند نافذ سو.
کله چې د هغو رپوټونو په هکله پوښتنه وسوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړې د زیاتیدو له بیرې د خامنه اي د وژلو له پاره د اسراییلو پلان رد کړی و، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پخوا توگه جواب ورکړی و. په عین حال کې، هغه وویل چې دا ډول اقدام به "شخړه پای ته ورسوي." ټرمپ اعلان وکړ چې خامنه اي یو "ډیر اسانه" هدف دی او زیاته یې کړه: "موږ به هغه ونه باسو، لږترلږه د اوس له پاره نه."
۸۶ کلن خامنه اي له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ایران ستر روحاني مشر دی او په ټولو دولتي چارو کې وروستۍ پریکړه کوي.