1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

حزب الله وايي د اسرائيلو بې پيلوټه الوتکه يې ويشتلې ده

۱۳۹۸ شهریور ۱۸, دوشنبه

د اسرائيلو او لبنان د حزب الله ملېشو ترمنځ نوی تاوتريخوالی: حزب الله وايي د اسرائيلو يوه بې پيلوټه الوتکه يې ويشتلې او رااچولې ده. دواړو اړخونو په ۲۰۰۶م کال جگړه هم کړې وه او اوس هم وضعيت مخ پر خرابېدو دی.

Israel Drohne Heron TP
انځور: Getty Images/D. Silverman

د لبنان حزب الله ډلي د خپل تلويزيون چينل «المنار» له لاري ويلي دي چي د «اسرائيلو بې پيلوټه الوتکه» يې ويشتلې او را اچولې ده.

هغوی ويلي دي چي جنگياليو يې دغه الوتکه هغه مهال را اچولې ده چي د لبنان خاوري ته ننوتلې وه. الوتکه اوس له يادي ملېشې سره ده.

د اسرئيلو د پوځ يوه وياند تائيد کړې ده چي د پوځ يوه الوتکه د لبنان په خاوره کي لوېدلې ده. هغه ويلي دي چي پيښه د يکشنبې ورځي په ماښام رامنځ ته سوې ده. ويل سوي دي چي پرديو لاسونو ته د اطلاعاتو د لوېدو په اړه هيڅ اندېښنه نسته.

له يوې اوونۍ راهيسي تاوتريخوالی

لبنان په پر له پسې ډول د اسرائيلو پر وسله وال ځواک باندي تور لگوي چي بې پيلوټه او جنگي الوتکي يې بې اجازې خاوري ته ور ننوځي.

له يوې اوونۍ راهيسي د لبنان د حزب الله ملېشې او اسرائيلو ترمنځ تاوتريخوالی ښکاري: حزب الله د سپتمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه خبر ورکړی چي د اسرائيلو يو زغره وال موټر يې ويشتلی او پکښې سپاره کسان يې وژلی يا ټپيان کړي دي.

د اسرائيلو د معلوماتو له مخي دوی بيا په جواب کي د حزب الله پر مرکزي دفتر او د پوځي ناروغانو د انتقال پر موټر توغندي توغولي دي.

د دواړو لورو له خوا تر توغنديو توغولو وروسته د حزب الله مشر حسن نصرالله د اسرائيلو حکومت تر سرحد هاخوا ته په ستر پوځي بريد گواښلی دی.

زړه دښمني

د شيعه گانو دغه ملېشه (حزب الله) په لبنان کي يوه مهمه سياسي ډله ده چي د اسرائيلو دښمن ايران يې مالي ملاتړ کوي. حزب الله ډله څو واري په سوريه کي د اسد رژيم په پلوي هم جنگيدلې ده.

اسرائيلو او حزب الله څو واري يو له بل سره جگړې هم کړي دي. وروستۍ جگړه يې په ۲۰۰۶م کال کي ۳۳ ورځنۍ جگړه وه چي ۱۲۰۰ کسان په لبنان او ۱۶۰ په اسرائيل کي پکښې ووژل سول.

(N.Z/S.R(afp, rtr

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب