په لبنان کې ريښې لرونکې او د ايران له ملاتړه برخمنه حزب الله ډله يوه سياسي او يوه نظامی څانګه لري او جنګيالو یې په ډېرو جګړو کې هم برخه اخیستې ده. د دې ډلې په اړه نور څومره معلومات شته؟
اعلان
په واشنګټن کې د میشت ويلسون مرکز د ۲۰۲۲م کال په يوه څېړنه کې دحزب الله نظامي څانګه په دې ټکو ياده شوې ده: «په منځني ختيځ او حقیقت کې د نړۍ يو تر ټولو ستر غير دولتي نظامي لوبغاړی.»
حزب الله چې د «الله ډله» معنا ورکوي د ايران له ملاتړه برخمنه ده او مقر یې په لبنان کې دی چېرې چې دا ډله رامنځته شوې ده.
حزب الله يوازې يوه ملېشه نه ده، بلکې په لبنان کې د شعيه مذهبو د تر ټولو مهم سياسي ځواک په توګه د لبنان په سياست او ټولنه کې اوبدل شوې ده.
امريکا ميشته د «Council on Foreign Relations» مرکز يا سي آر اف د ۲۰۲۲م کال په خپله يوه څېړنه کې دغه ډله داسې تشريح کړې: «د خپلو هر اړخیزو امنيتي وسایلو، د سياسي تنظيم او د خپلو هر اړخیزو ټولنیزو خدمات له وجې دې ډلې «په دولت کې د بل دولت» نوم خپل کړی دی.
د هغه نقش له کبله چې حزب الله له ۱۹۹۲م کال راهېسې د لبنان په يو بل پسې په راتلونکو حکومتونو کې لوبولی دی، حتی په اروپايي ټولنې کې دننه دغه پريکړه هغه وخت پر یوې لانجې اوښتې وه.
حزب الله چې په لبنان کې د ټولنیزو خدماتو چې روغتونونه، ښوونځي او ټولنیز تاسيسات پکې شامل دي، يوه پراخه او هر اړخیزه شبکه لري او له دې وجې د لبنان په يو شمير برخو کې ډېر محبوبيت لري، په تېره بيا د لبنان په شعيه مذهبو کې.
د اټکلونو پر اساس په لبنان کې شعيه مذهبه د ټول نفوس کابو يو په دريمه برخه ده. د ۲۰۲۰م کال د يوې ټولپوښتنې په حواله له دوی څخه یې څه نا څه ۸۹ سلنه له حزب الله ډلې مثبت تصور لري.
نور لبنانیان بيا برعکس دې ډلې ته د شک په سترګه ګوري. دوی پر دې ډلې تور لګوي چې لبنان تل په نړيوالو شخړو کې ښکيلوي او د لبنان پر ځای د ايران د ګټو استازيتوب کوي.
حزب الله ډله څرنګه رامنځته شوه؟
حزب الله ډله په ۱۹۸۲م کال کې د لبنان د کورنۍ جګړې پر وخت چې په ۱۹۷۵م کال کې پېل او تقريباً ۱۵ کاله یې دوام وکړ، رامنځته شوه. په دې جګړه کې د لبنان د ټولنې بېلا بېلې ډلې په تېره بيا سني او شیعه مسلمانان، عيسويان، کيڼ اړخه او ملتپال عرب يو د بل په مقابل کې ودرېدل. په دې جګړه کې همدا راز د سوریې او فلسطيني وسله والې ډلې هم شاملې وې.
په دې ترڅ کې يوې شعيه ډلې د اسرائيل د ځواکونو پر وړاندې د جګړې پريکړه وکړه. ايران چې اکثريت شعيه وګړي لري، له دې لارې یې په عربي نړۍ کې د خپل نفوذ د پراخولو چانس وليد او د دې نويو مليشو روزنه او تمويل یې پيل کړ.
ایران چې د ۱۹۷۹م کال تر انقلاب وروسته یې حکومت د هغه وخت د انقلابي مشر آیت الله خميني، د ځای ناستو شعیه مشرانو په لاس کې دی، دمګړۍ په ټول منځني ختیځ کې د ځينو ډلو ملاتړ کوي. په دې ډلو کې پر نورو سربیره د فلسطينيانو د سيمو حماس او د عراق شعيه مليشې شاملې دي.
د وخت په تېریدو سره د حزب الله وسله واله څانګه په لبنان کې پر نورو ډلو او همداراز له هېواده دباندې پر هدفونو د ترهګریزو بريدونو، لکه ځانمرګو او ورته بريدونو سره وار په وار له تشدد ډک چلند کوي او د يوه ترهګریز سازمان په توګه راڅرګنده شوې ده.
اعلان
حزب الله کوم هدف تعقيبوي؟
په ۱۹۸۵م کال کې دغه ډلې خپل یو منشور خپور کړ چې يو لړ هدفونه پکي ذکر شوي ول: د پخوانيو لویدیځو مستعمرو قدرتونو شړل د مثال په توګه په لبنان کې یې نفوذ را کمول، د اسرائيل دولت له منځه وړل او ايران ته نږدې کیدل. همدا راز د هغه وخت په منشور کې د ایران د مذهبي حکومت د ماډل پر بنسټ د يوه مذهبي – اسلامپاله رژيم د رامنځته کيدو غوښتنه هم شامله وه.
د وخت په تېريیدو سره د حزب الله هدفونه په تېره داخلي سياسي هدفونه کمزوري شول. په ۲۰۰۹م کال کې دې ډلې يو نوی منشور جاري کړ چې په هغه کې راغلي چې يو اسلامپاله رژيم ښايي د لبنان له پاره مناسب نه وي.
ايران پلوه لبنانی تنظيم حزب الله په انځورونو کي وپېژنئ
د لبنان شعيه مذهبه سياسي او وسله وال تنظيم حزب الله ډېر پياوړی بلل کيږي. خو پر دغه تنظيم داسي تورونه دي چي د لبنان تر څنګ په سيمه کي په کړکېچونو کي لاس لري.
انځور: Reuters/A. Taher
د حزب الله منځ ته راتلل
حزب الله سازمان چي «د الله ډله» معنی ورکوي په ۱۹۸۲ کال د اسرائيل له خوا د لبنان پر جنوب تر بريد وروسته د مذهبي مشرانو له خوا جوړ کړل سو. دغه سازمان دوې څانګي لري چي يوه يې سياسي او بله يې وسله واله ده.
انځور: picture-alliance/dpa
د اسرائيل پر ضد ملي پيوستون
حزب الله سازمان په لومړي ځل په ۱۹۸۰م کال کي د شعيه مذهبه ملېشې په توګه راپورته سو. دغې ډلې د لبنان په کورنۍ جګړه کي مهم رول لاره. په ۲۰۰۰م کال چي کله اسرائيلو له جنوبي لبنان څخه خپل ځواکونه پر شا کړل، د هغه تر شا هم د حزب الله چريکي عمليات ول. په ۲۰۰۶م کال د اسرائيلو او حزب الله تر منځ بيا جګړه وسوه. خو په دغه جګړه کي نورو مذهبي ډلو هم له حزب الله سره مرسته وکړه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Zaatari
د ايران ملاتړ
د حزب الله له جوړښت راهيسي له دغه سازمان سره ايران او د شام هيوادونه، نظامي، اقتصادي او سياسي مرستي کوي. دمګړی د دغې ډلې نظامي څانګه د لبنان تر پوځ زياته پياوړې بلله کيږي. دغه ډله نه يوازي په هيواد کي دننه، بلکي په سيمه کي زيات اغېز لري.
انځور: Reuters/O. Sanadiki
سياسي مشر
حزب الله تر هغه وروسته خپله ټول پام سياسي اړخ ته واړاوه، چي په ۱۹۷۵م کال کي پېل سوې کورنۍ جګړه په ۱۹۹۰م کال پای ته ورسېده. حزب الله په لبنان کي د اکثريتي شعيه مذهبي ډلې تر څنګ د مسيحيانو او نورو ډلو ملاتړ هم لري. په ۱۹۹۲م کال د دغه سازمان مشري حسن نصرالله پر غاړه واخيسته چي تر نن پوري د دغه سازمان مشر دی.
انځور: picture-alliance/dpa
نظامي څانګه
د لبنان په کورنۍ جګړه کي د ښکيلو نورو سازمانونو برعکس، حزب الله د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته خپله وسله واله څانګه له منځه نه يووړه. که څه هم چي د هيواد نورو سياسي ډلو د حزب الله پر دغه مؤقف نيوکي هم وکړې خو دوی استدلال کوي چي دغه نظامي څانګه يې له اسرائيلو او نورو بهرنيو قوتونو څخه د دفاع له پاره حتمي ده.
انځور: picture-alliance/AA
ايا يوه ترهګره ډله؟
امريکا متحد ايالات، اسرائيل، کاناډا او عرب ليګ تر څنګ ځيني نور هيوادونه او نړيوال سازمانونه هم حزب الله ته د ترهګرې ډلې په توګه ګوري. خو بريتانيا، آستراليا او اروپايي اتحاديه د دغه سازمان د سياسي او نظامي څانګو تر منځ فرق کوي.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/I. Press
د سوريې په کورنۍ جګړه کي
حزب الله ډله د سوريې په جګړه کي د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي. دغې ډلې نه یوازي دا چي د سوريې د پوځ د وسلو د لېږد رالېږد لاري ساتلي دي، بلکي د لبنان شاوخوا يې داسي ساحه د سوريې د حکومت په پلويتوب خوندي کړې ده چي پکښي سني مذهبه مليشې ګواښ بلل کيږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Syrian Central Military Media
د تشنج ډېرښت
لبنان له زیات وخت راهيسي د سعودي عربستان او ايران تر منځ د خپلو دلچسپيو د ساتلو له پاره د سيالۍ ډګر دی. خو په لبنان کي حزب الله د غلبې او په سوريه کي د دغې ډلې د فعاليتونو له کبله په سيمه کي د مذهبي ډلو تر منځ تشنج لا زيات سوی دی.
انځور: dapd
انځورونه1 | 8
خو دا ډله اسرائيل ته د مخکې په څېر د خپل اصلي دښمن په توګه ګوري او تل له دغه هيواد سره ښکيل کيږي. دا ډله اکثره وخت دغه ګاونډي هيواد د لبنان له سرحد څخه د راکټونو په توغولو سره پاروي.
د حماس او اسرائيل ترمنځ د تازه شخړې له کبله څارونکي د اسرائيل او حزب الله ترمنځ د يوې سترې جګړې ويره لري، لکه په ۲۰۰۶م کال کې د لبنان – جګړه. په دغه جګړه کې تر ۱۲۰۰ ډېر انسانانو ووژل شول.
خو روښانه ده چې حزب الله د وسلو پراخه زېرمې لري چې «زياتره یې کوچني، د انتقال وړ او له ځمکې څخه ځمکه ويشتونکي راکټونه دي.» دا معلومات د «ستراتیژيکو او نړيوالو څيړنو د مرکز» د ۲۰۲۱م کال له يوې څېړنې څخه ترلاسه شوي دي.
دا چې دا ډله به اوس څومره راکټونه ولري، ارزونکي یې په اړه ډاډه نه دي. د اټکلونو پر اساس دا ښايي ۱۳۰ زره او يا ښایي تر دې هم ډېر وي.
حزب الله زياتره ايراني، چينایي او روسي وسلې لري چې زياته برخه یې د ایران او سوریې له لارې دې ډلې ته رسيږي.
حزب الله د جګړې په ډګر کې څومره اغیزمنه ډله ده؟
حزب الله د يوې پياوړې ډلې په توګه شهرت لري او جنګيالي یې د جګړې تجربه لرونکي انګيرل کيږي. د خپل تمويل کوونکي ايران سره په ګډه دغه ډله له اوږدې مودې راهېسې د سوریې د حکومت متحده ده. هلته یې يو شمیر ډلو د سوریې د واکمن بشار الاسد له سياسي مخالفينو سره جګړه هم کړې ده چې په هغه کې د معتدلو ديموکراتیک ځواکونو ترڅنګ د القاعدې او داعش ترهګرو ډلو سره نزدې اړيکي لرونکې سني افراطيان هم شامل ول.
د حزب الله جنګيالو په ۲۰۱۴م کال کې په عراق کې هم د داعش پر ضد جګړه کړې ده.
دې ډلې په ۲۰۱۵م کال کې يمن ته هم روزونکي او جنګيالي استولي ول څو هلته له حوثي ياغيانو سره د سعودي عربستان پر وړاندې جګړه کې د هغوی ملاتړ وکړي.
ب. ص/ ن. ز (دويچه ويله انګلسي)
زموږ له آرشيف څخه:
په ايران او لبنان کي د حزب الله پلوو نجونو د حجاب پرتله
په لبنان کي د حزب الله پلوي نجوني په ايران کي د انصار حزب الله له پلوي نجونو سره په حجاب کي هيڅ ورته والی نه لري. يو شمېر هيوادونو حزب الله ډله په تروريستي ډلو کي راوستې ده.
انځور: iranwebgard
په لبنان کي د حزب الله پلوياني
په لبنان کي د حزب الله ډله د۱۹۸۰ کلونو په لومړيو کي د روح الله خميني د سياسي اسلام له ايډيالوژۍ څخه الهام واخيست او د ايران د سپاه پاسداران په پراخ ملاتړ ئې په لبنان کي فعاليت پيل کړ. دغه ډله اوس ډېر پلويان لري.
انځور: iranwebgard
ايران له کلونو راهيسي د حزب الله پوځي او مالي ملاتړ کوي. خو دا امکان نه لري چي د لبنان د حزب الله پلوي نجوني دي په دغه بڼه په ايران کي د حزب الله په ملاتړ لاريون کي گډون وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Haidar
د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله د ايران او لبنان د حزب الله اړيکي د «پلار او زوی» د ميني په شان ستايلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Amro
په لبنان کي د حزب الله ډلي پلوۍ نجلۍ
انځور: Getty Images/AFP/H. Ammar
د لبنان د پلويانو په منځ کي محمود احمدي نژاد، روح الله خميني او علي خامنه ای محبوبي څېرې دي. يوې لبنانۍ ښځي د محمد احمدي نژاد انځور پورته کړی.
انځور: picture-alliance/epa/W. Hamzeh
خو په ايران کي بيا له نجونو سره پوليس دغه شان چلن کوي.
انځور: DW
خو په ايران کي د انصار حزب الله پلويان په حجاب کي لاريون ته راوځي
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare
په لبنان کي د حزب الله پلوۍ نجوني
انځور: picture-alliance/epa/N. Mounzer
په ايران کي د انصارحزب الله پلوياني
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare
په لبنان کي د حزب الله پلوياني
انځور: Getty Images/AFP/H. Ammar
په لبنان کي د حزب الله پلوياني دغه شان لاريون ته راوزي چي په ايران کي د انصار حزب الله او حسن نصرالله له پلوۍ ښځو سره هيڅ پرتله کيدای نه سي.
انځور: parnianuk
په لبنان کي د حزب الله پلوياني
انځور: picture-alliance/epa/N. Mounzer
په لبنان کي د حزب الله پلوياني
انځور: picture-alliance/epa/W. Hamzeh
په لبنان کي د حزب الله پلوۍ
انځور: Getty Images/AFP
په لبنان کي د حزب الله پلويان
انځور: picture-alliance/epa/W. Hamzeh
په لبنان کي د حزب الله پلوياني
انځور: gizmiz
په لبنان کي د حزب الله پلوياني
انځور: Getty Images/AFP/R. Haidar
په لبنان کي د حزب الله پلوياني د حسن نصرالله له انځورونو سره
انځور: Getty Images/AFP/R. Haidar
ايران د حزب الله تر ټولو ستر مالي او پوځي ملاتړ کوي.