1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حفيظ منصور: طالبان لا اوربند ته چمتو نه دي

۱۳۹۹ دی ۱۳, شنبه

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي، حفيظ منصور، وويل چې طالبان لا هم اوربند ته چمتو نه دي. دا په داسې حال کې ده چې داوړه لوري د خبرو بل پړاو ته چمتوالی نيسي.

Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

منصور دا هم ويلي دي چې د طالب جنګياليو اکثريت په دې باور دي چې دوی له نظامي لارې واک ترلاسه کولی شي. د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي غړي، حفیظ منصور د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکړ چې دغه «يو خطرناک ذهنيت» دی.

دا په داسې حال کې ده چې دواړو لورو تېر کال د سولې خبرې پيل کړې وې چې هدف يې د اوربند رامنځ ته کول وو او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې یوه دموکرات حکومت ته لاره هواره شي.

متحده آيالاتو تر دې مخکې له طالبانو سره يو تړون لاسليک کړی وو چې له مخې يې بايد د متحده آيالاتو او طالبانو ځواکونه خپل بريدونه محدود کړي. سره له دې چې کابل د اوسنيو خبرو اترو مشري کوي، خو متحده آيالات د يو لوی پوځي طاقت په توګه د همغږۍ رول پکې لوبوي.

منصور وايی چې موقت حکومت ته بديل نه شته

منصور دا هم وويل چې هغه هېوادونه چې له افغانستان سره يې په تېرو دوو لسيزو کې مرسته کړې ده، غواړي چې د يوه موقت حکومت په رامنځ ته کولو کې هم مرسته وکړي چې بڼه به يې له اوسني شکل څخه هغه ډول ته واوړي چې د سولې په خبرو کې ورباندې توافق ښايی وشي.

خو ځينې سيمه يز هېوادونه له دغې مفکورې سره مخالفت ښکاره کوي او وايی چې د موقت حکومت جوړول د «امريکايانو يو پلان»‌ دی. په دې ترڅ کې به د منصور په خبره متحده آيالات د افغانستان له مذاکراتي ټيم سره مرسته وکړي چې د مې په مياشت کې د امريکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې يوه موافقه رامنځ ته شي. منصور زیاته کړه چې پرته له دې چې د موقت حکومت خبره ومنل شي، بل هيڅ انتخاب نه شته څو بنيادي بشري حقونه خوندي کړل شي.

dpa/ ن ص/خ ح